1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويسترويله: د جاپان سره هر ډول مرستي ته تيار يو

۱۳۹۰ فروردین ۱۴, یکشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وستر ويله، چين ته تر درې ورځني سفر وروسته پرون جاپآن ته ولاړ. هغه د جاپان له ولس سره د ورستۍ طبعي او د هستوي بټيو د ناورين له امله د آلمان د خلکو خواخوږي څرګنده کړه.

https://p.dw.com/p/RExO
د جاپان او المان د بهرنيو چارو وزيران
د جاپان او المان د بهرنيو چارو وزيرانانځور: picture alliance/dpa

د جاپان د اتومي بټيو څخه د هستوي وړانګو سره د دغه هيواد فوکوشيما سيمه سخته ملوث سوې او د ژوند شرايط پکښي سخت سويدي.

وسترويلي د جاپان د بهرنيو چارو له وزير سره په يو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کي وويل: « زه بايد د دې يادونه وکړم چي موږ المانان د خپلو جاپاني دوستانو سره د مصيبت په دي ګړی کي څنګ پر څنګ ولاړ يو. موږ د جاپان هغه زړورتيا او پياوړيتوب ته حيران يو، چي په دي ناورين او مصيبت باندي لاس برۍ غواړي.»

نوموړي وزير جاپان ته د يوه لنډ سفر په ترڅ کي د اقتصادي بيارغوني په برخه کي هم د مرستي ژمنه وکړه. ويسترويله د جاپان سره د اروپايي ټولني د ازاد تجارت په اړه د پلان سوي تړون خبره هم ياده کړه. تر اوسه د اروپايي ټولني هيوادونو په دي موضوع کي له ځنډه کار اخيست.

په توکيو کي د خپل سيال تاکياکي ماتسوموتو سره د ليدني کتني پر وخت ويسترويله وويل چي جاپان پر المان باندي د يوه ښه همکار او دوست هيواد په توګه د مرستي ږغ کولای سي.

د جاپان د بهرنيو چارو وزير ماتسوموتو د ويسترويله د خبرو په ځواب کي وويل:« موږ د المان څخه د زړه سوي او خواخوږۍ خبري واوريدلي.»

تر اوسه د المان لخوا جاپان ته څه نه څه 220 ټنه مرسته کونکي توکي رسيدلي دي، چي په دي کي د فوکوشيما د اټومي بټۍ د يخولو لپاره ځانګړي پمپونه هم شامل دي.

د جاپان له سفر څخه مخکي وسترويله چين ته تللی ؤ. د چينايي مشرانو سره د ليدنو کتنو په ترڅ کي هغه د بشري حقونو موضوع ته اشاره وکړه او له مسوولو چارواکو يې وغوښتل چي آلمان او نړيواله تولنه په دي هکله انديښنه لري.

ويسترويله وويل چي، د آزادۍ، ديموکراسۍ او د قانون د حاکيمت معيارونه د نړۍ د ټولو هيوادونو په برخه کي صدق کوي او د نړۍ هر هيواد مکلف دی، چي له دغو نړويالو ارزښتونو سره ځان جوړ کړي.

هغه زياته کړه: « په آلمان کي خلک ځيني مسايلو ته په چين کي په انتقادي سترګه ګوري، د بيلګي په توګه د مرګ سزا، او يا د مخالفو نظرونو خاوندانو سره د چال چلند په هکله. »

هغه وويل د چين له مسوولينو سره د داسي مسايلو پر سر د اختلاف سره سره، آلمان دې ته ليوال دي چي له پينګ سره ديالوګ ته دوام ورکړي او هغه وپالي.

د المان د بهرنيو چارو وزير په پيکنګ کي د چين په ملي موزيم کي د آلمان څخه د هنري آثارو له يوه نندارتون څخه هم ليدنه کتنه وکړه.

آژانسونه/ بريښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل