1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويسترويله: که د لندن په کنفرانس کي د افغانستان بيا رغوني ته پاملرنه نه کيږي برخه پکښي نه اخلم

۱۳۸۸ دی ۷, دوشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدو وستر ويله دا گواښ کړی دئ، که چېري د جنورۍ د مياشتې په پای کي په لندن کي د افغانستان لپاره په جوړيدونکي کنفرانس کي، و ملکي بيارغونې ته پاملرنه ونه سي، نو کيدای سي چي دی برخه پکښي وانخلي...

https://p.dw.com/p/LFRf
د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګويدو ويستر ويلهانځور: AP

ويستر ويله په خپله هغه مرکه کې چې ښايي سبا سه شنبه د آلماني مجلې شترن لخوا خپره شي، څرگنده کړې چې: که چېرته په لندن کې د افغانستان کانفرانس يواځې د هغو هېوادونو کانفرانس وي، چې افغانستان ته سرتېري استوي، نو زه به هلته نه ځم. کوم څه ته چې موږ اړه لرو، هغه پراخه هلې ځلې او يوه بشپړه ستراتيژي ده.

له کومه ځايه څخه چې د جرمن حکومت افغانستان ته د خپلو سرتېرو د شمار په هکله اختيارمن دي، نو د امريکې متحده ايالتونو ورڅخه غوښتي دي، تر څو په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر زيات کړي.

وسترويله د شترن له مجلې سره په خپله مرکه کې وړاندې ويلي دي، چې د آلمان خلک بهر کې د دې هېواد د ځواکونو د گمارلو په برخه کې له احتياط کولو سره حق پرجانب دي. نوموړې زياته کړې، که داسې نه وای نو بيا به مې اندېښنه درلوده.

د آزادو دموکراتانو FDP له گوند څخه د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدو وستر ويله ژمنه کړېده، چې د افغانستان شمال کې د کندز ښار ته نږدې د تېر سپتمبر د مياشتې په څلورمه نېټه، د آلماني ډگروال کلين په غوښتنه سره د امريکايي جنگي جټ الوتکو لخوا پر دوو هغو تېل وړونکو ټانک موټرونو باندې، چې وايي طالبانو تښتولي وو، د بمبارۍ او هوايي گذار موضوع به، په کومه کې چې 92 تنه ملکي کسان له منځه يووړل شول، په خپلو ټولو هغو امکاناتو سره چې د ده وزارت يې په اختيار کې لري، څېړي.

ده يادشوو او وژل شوو کسانو ته په نظر اچولو سره وويل، دې انځورونو ته په کتنه سره هېڅ احساس لرونکی انسان د هغه له څنگه نه شي تېرېدلی.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدو وستر ويله په دې باندن اقرار کړی، چې د خپل کار په پيل کې د ځينو کسانو لخوا ورته په سپکه سترگه کتنه سره په غصه کېده. خو اوس هغه حالت بدل شوی، او دا ځکه چې د ده له قوله، پو شمېر کسانو وليدل چې کولی شم له قاشق پنجې سره ډوډۍ وخورم. له دې جملې څخه د گيدو ويستر ويله منظور دا دئ، چې هغو کسانو ته، کومو چې دی کم شمېره څرگنده شوه، چې په سياست پوه دئ.

ويسترويله له دې څخه هم نه دئ منکر شوی، چې د نړيوال سياست ډگر ته د راوتلو په لومړيو وختونو کې يې دا پاملرنه کوله، چېرې نه چې کومه غلطي او سهو ترې ونه شي. ده د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې د الزې ماڼۍ ته ورتگ سره، په داسې حال کې چې په سره غالۍ ډېر په احتياط سره روان وو، ويلي دي چې: زه په ماڼۍ کې نه يم زېږېدلی، بلکه د راين د سيمې د بن د ښار د زاړه ښار په يوه کور کې پيدا شوی يم.

Agenturen/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل