1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويستروېله: ليبيا ته عسکر نه ليږو

۱۳۹۰ فروردین ۱, دوشنبه

د المان حکومت وروسته تر هغه په خپل هيواد کي د مخالفو گوندونو تر نيوکو لاندي راغلی چي د امنيت په شورا کي يې د ليبيا پر قرارداد د بې طرفۍ رايه واچوله. د بهرنيو چارو وزير د دغه پريکړي څخه دفاع کوي.

https://p.dw.com/p/RB13
ويسټروېله د يکشنبې په ورڅ د ليبيا په هکله خبري وکړې
ويسټروېله د يکشنبې په ورڅ د ليبيا په هکله خبري وکړېانځور: dapd

د المان د بهرنيو چارو وزير ګيډو ويستر وېله يو ځل بيا د ليبيا پر واکمن معمر القذافي ږغ کړی دی، چي د خپل ولس په وړاندي وسله وال بريدونه ودروي.

« موږ د زورواکي څخه غوښتنه کوؤ چي يوازي په وينا کي د اوربند خبره ونه کړي، بلکه په عمل کي هم دغه اوربند تطبيق کړي.»

ويسټروېله د دې څخه يو ځل بيا دفاع وکړه چي د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کي يې د ليبيا پر قلم رو د پروازونو د بنديز د قرارداد پر سر د المان لخوا د بې طرفۍ رايه اچونه سمه پرېکړه وه.

« پداسي حال کي چي د امنيت د شورا د قرارداد د پلي کېدو لپاره په المان کي دننه ځايونو لکه د امريکا د اډو څخه هم کار اخيستل کېدلای سي. نو المان هم پدې توګه د دغه قرارداد ملاتړ کوي. خو و ليبيا ته به الماني عسکر نه لېږل کيږي.»

ويسټر وېله وويل چي د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزيري هېلري کلنټن ته يې ډاډ ورکړی چي، د ليبيا د قرارداد د پلي کولو لپاره د المانی خاوري څخه کار اخيستلای سي. يعني بريدونه د دغه ځای څخه چمتو کولای سي.

د المان د آزاد ډيموکراټ ګوند مشر ويستروېله يو وار بيا ددې څخه دفاع وکړه چي الماني عسکر به ليبيا ته نه لېږل کيږي.

« د اروپايي ټولني يو شمېر نور هيوادونه نه يوازي دا چي زموږ د دغې پريکړي احترام کوي، بلکي زموږ په نظر هم دي.»

ويسترويله وويل چي که ناټو پر ليبيا په بريدونو کي برخه واخلي او د اواکس اکتشافي الوتکو څخه پدې ترڅ کي کار اخيستل وغواړي نو د دغو الوتکو الماني پيلوټان ښايي پکښي برخه واخلي.

خو ويسټروېله وويل چي ددې لپاره به د المان د پارلمان پرېکړي ته اړتيا وي. د ليبيا د کډوالو د بشري مرستو لپاره ويسترويله د 5 مليونو نورو کومکونه اعلان هم وکړی.

مارسل فيورسټه ناو / احمدولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل