1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويستر ويله: او باما بايد د بې وسلې کولو ابتکار وکړي

۱۳۹۱ دی ۲۸, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/17MFp

د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويستروېله د امريکامتحده ايالاتو د جمهوررئيس بارک اوبا ما څخه د بې وسلې کولو د یوه نوي ابتکار غوښتنه کړې ده. ويستروېله آلمان ږغ راډیو ته ویلي دي چي په روسیه او امريکا کښي تر انتخاباتو وروسته د بې وسلې کولو د نوو ابتکارونو له پاره ډیره ښه زمینه مساعده سوې ده. ويستروېله ټينګار وکړ چي د جنورۍ پر۲۱ د جمهوري ریاست د دوهمي دورې د شروع کیدو سره سم باید اوباما، د خپلي اولي دورې په مقایسه په لا ډیري انرژۍ او کوښښو سره د بې وسلې کولو سیاست شروع کړي. ده وویل چی اټومي بې وسلې کیدل د ټولي نړی د ثبات له پاره ډیر اهمیت لري.