1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويستر ويله: يو باثباته افغانستان د ټولي نړۍ په گټه دئ

۱۳۹۰ آذر ۱۴, دوشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير، ګيدو ويستر ويله، په خپلي بياني سره د افغانستان په هکله د بن دوهم نړيوال کنفرانس پرانيست. ور پسې به افغان ولسمشر حامد کرزی وينا وکړي.

https://p.dw.com/p/13Mfl
د غونډي نور مېلمانه
د غونډي نور مېلمانهانځور: dapd

ويسترويله د بن لومړي کنفرانس ته په اشاره سره وويل، چي لس کاله وړاندي نړيواله ټولنه په نيورياک کي پر نړيوال تجارتي مرکز د بريد وروسته افغانستان سره د مرستي په کولو ژمنه شوه.

ويستر ويله ټينګار وکړی، چي يو باثباته او آرام افغانستان چي نړيوالو ته کوم کواښ نه رامنځ ته کوي، د ټولي نړۍ په ګټه دئ.
هغه وويل چي په افغانستان کي نړيوالي ټولني لخوا يو شمېر ټاکل شوي اهداف عملي نه سول او له همدي کبله اوس هم په دغه هيواد کي ځيني ستونزي سته.

د اآلمان د بهرنيو چارو وزير وويل چي په افغانستان کي پر ستونزو سربيره بيا هم ډيري لاس ته راوړني شوي دي. د ويستر ويله په خبره اوس ډيری افغانان د تيرو ديرشو کلونو په پرتله په سوله کي ښه ژوند کوي.

ويستر ويله وويل چي نړيواله ټولنه اوس پردې کار کوي چي تر ۲۰۱۴ کال پوري د افغانستان ټولي امنيتي چاري افغان ځواکونو ته وسپاري. هغه زياته کړه چي د بن د دوهم نړيوال کنفرانس هدف د يو آزاد، خپلواک او باثباته افغانستان له پاره د لاري هوارول دي.

«موږ غواړو چي افغانانو ته يو واضيح پيغام واستوو. هغه دا چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به موږ هغوئ يوازي پرې نه ږدو. افغانستان او د دغه هيواد خلک تر ۲۰۱۴ کال وروسته د لسو نورو کلونو له پاره د نړيوالي ټولني ملګرتيا ته اړتيا لري.»

ويستر ويله وويل چي د بن په کنفرانس درې ډيري مهمي موضوعګاني تر بحث لاندي نيول کيږي، چي د امنيت د ليږد بهير، په افغانستان کي د سولي خبري اتري او له افغانستان څخه د نړيوالي ټولني دوامداره ملاتړ دئ.

هغه وويل چي افغان حکومت بايد د عامه خدمتونو سکتو پياوړی کړي، د قانو د تطبيق په برخه پياوړي ګامونه واخلي او د فساد په له منځه وړلو کي خپلي ټولي هڅي وکړي.

هغه زياته کړه، چي د افغانستان د سولي په بهير کي پر ستونزو سربيره هم بايد دغه بهير تعقيب سي. د هغه په وينا له افغانستان سره د نړيوالي ټولني اوږد مهالي همکارۍ بايد روښانه وي.

ويسترويله د خپلو خبرو په پای کي وويل چي نړيواله ټولنه په افغانستان کي اوس هم يو سخته لاره په مخکي لري. د هغه په خبره له افغانستان سره د نړيوالي ټولني مرستي به اوس يوه بله بڼه ولري.

ويسترويلي وويل چي وروسته تر دي به نړيوال په افغانستان کي پر پرمختيايي او اقتصادي پروژو کار کوي.

مسعود جهش

کتونکی: نجیب الله زیارمل