1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويلدرز د حضرت محمد کاريکاتورونه په تلويزيون کي ښيي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ خرداد ۱۴, پنجشنبه

د هالند د پارلمان د اسلام ضد غړي ګیرت ویلدرز، ویلي دي چې غواړي د دې هیواد په تلویزیون کې د اسلام په پیغمبر پوري تړاو ورکړل شوي کاریکاتورونه وښيي. هغه لومړي غوښتل چې هغه په پارلمان کې وښيي خو د دې کار مخه یې ونیوله شوه.

https://p.dw.com/p/1Fbj7
انځور: Reuters

ګریت ویلدرز په خپله انترنتي پاڼه کې ویلي دي چې د هالند په تلویزیون کې د هغه ګوند له ځانګړي شوي وخت څخه به د دغو کاریکاتورونو د ښوولو په موخه ګټه واخلي. هغه زیاته کړې ده چې غوښتل یې تیره میاشت دغه انځورونه د هالند په پارلمان کې وښيي.

مسلمانان د خپل پیغمبر د انځورونو او یا هم کاریکاتورنو له ښوولو سره مخالفت لري او دا کار خپل دین ته سپکاوی بولي.

ویلدرز ویلي دي چې په پارلمان کې د دغو کاریکاتورونو د ښوول نظریه رد شوې ده. هغه په یوه بیانیه کې ویلي دي: «له دې کبله چې په پارلمان کې زما غوښتنه رد شوي ده، زه ژر یو شمیر کاريکاتورونه په ملي تلویزیون کې وښیم. دا نځورونه به په هغه وخت کې چې زما ګوند ته ځانګړی شوی دی، وښول شي.»

هغه زیاته کړې ده: «ترهګر باید پوه شي چې هغوی هیڅ وخت بریالي کیدای نه شي او دا چې په هالند کې زموږ له پاره د بیان آزادي څومره مهمه ده.»

په هالند کې سیاسي ګوندونه هر کال په تلویزیون کې یو څه وخت ترلاسه کوي او چارواکي نه شي کولای چې پر هغه څه چې د ګوند له خوا خپریږي بندیز ولګوي.

تر دې یوه میاشت دمخه ویدلرز په تکساز کې په یوه غوڼده کې چې په ترڅ کې یې پر اسلام باندې نیوکې وشوې خبري وکړې. په دې غونډه کې د حضرت محمد د کارتونونو یوه سیالي هم وشوه. تر هغه وروسته چې دغه هالندی له دې غونډې ووت دوو وسله والو کسانو پر غونډي برید وکړ چې بیا د پولیسو له خوا ووژل شول.

د دغه برید پړه د افراطي ډلي «اسلامي ولت» پر غاړه واخیسته. دا لومړی وار وو چې دې ډلې په امریکا متحدو ایالاتو کې د یوه برید مسئولیت پر غاړه واخیست. دا په داسې حال کې ده چې څیړونکي اوس هم د تحقیقاتو په حال کې دي چې آیا په رښتیا هم دغي ډلي په ترسره شوي برید کې لاس لاره، که نه.

پر ویلدرز باندي په هالند کې د تبعض او د نه زغم خبرو تورونه لګول شوي دي. هغه په ۲۰۰۶م کال کې خپل ګوند جوړ کړ او اوس د دغه هیواد د پارلمان له ۱۵۰ څوکیو څخه ۱۲ یې دوی نيولي دي.