1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويل کيږي چه فرانسوي عسکر د خپلو متحدينو لخوا ويشتل سوي دي

۱۳۸۷ مرداد ۳۰, چهارشنبه

ناټو غواړي معلومه کي ، چه دوې ورځي مخکي وژل سوي فرانسوي عسکر خو به د خپلو متحدينو لخوا نه وي ويشتل سوي ...

https://p.dw.com/p/F1ok
د کابل سره نژدې فرانسوي عسکر
د کابل سره نژدې فرانسوي عسکرانځور: AP

ناټووايي چه تر اوسه پوري د ناټو په اختيار کښي داسي شواهد نسته ، چه د هغه پر اساس دي دغه رپوټ تاييديا رد سي . دغه فرانسوي عسکر د دوشنبه په ورځ د کابل په ختيځ کي تر حملې لاندي راغلي وه . د پاريس د نن ورځي د له مونډLe Monde د اخبار په حواله هغه هوايي قواوي چه ددوی حمايه يې کوله ، د هغوی د هوايي بمباريو په نتيجه کښي فرانسوي عسکر هم وژل سوي دي .

د دوشنبه په بريدونو کي لس فرانسوي عسکر مړه او 21 نور ټپيان سوي وه .

د فرانسې حکومت ويلي دي ، چه عسکر د جنګونو په شروع کي ځای پر ځای مړه سوه . له مونډLe Monde همدارنګه ويلي دي ، چه د قرباينو تعداد ځکه هم زياد سوی دی، چه ملاتړ کونکي قواوي د پيښي ځای ته ډیري ناوخته ورورسيدې .