1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويکيليکس: امريکا په پټه د ميرکل ډېري خبري اورېدلي

وينتر/ مسعود جهش۱۳۹۴ اسفند ۴, سه‌شنبه

ویکیلیکس انترنت پاڼي داسي نوي اسناد خپاره کړي دي چې ښيي د امریکا د کورني امنیت اداری (NSA ) د میرکل او بان کي مون ترمنځ خبري ثبت کړې دي. پر دې سربیره د اسرائیلو، ایټالیا او فرانسې د مشرانو خبری هم اورېدل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1I0Ft
انځور: Reuters/F. Bensch

ویکیلیکس د سه شنبې په ورځ داسي نوي اسناد خپاره کړل چې ښيي د امریکا د ملي امنیت استخباراتي ادارې د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل او ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کی مون، خبري ثبت کړي دي.

همداراز دغي ادارې د نورو مشرانو، اسرائیلو لومړي وزیر، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر او جاپان مشر، خبرې هم ثبت کړې دي. په ثبت شویو خبرو کې د چاپیریال ساتني او بانکدارۍ تر څنګ حساس تجارتي بحثونه هم شامل دي.

په ثبت شویو خبرو کې د میرکل او بان کی مون، تر منځ په ۲۰۰۸م کال کې د چاپیریال په اړه یو بحث هم شامل دی. پر دې سربیره دواړو مشرانو د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما په اړه هم خپل نظرونه شریک کړي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ویکیلیکس انترنتي پاڼه د امریکا له خوا د نړیوالو مشرانو د څارنې په اړه اسناد خپروي. تر دې مخکې هم دغي پاڼي داسې اسناد خپاره کړي ول چې له کبله یې د واشنګټن او د هغه د متحدانو تر منځ یو څه ستونزي رامنځ ته شوې.

د ویکیلیکس انترنتي پاڼي بنسټ ایښودونکي جولین اسانج، ویلي دي چې بربنډ شوي اسناد ښيي چې امریکا متحد ایالات د خپل نفتو د ګټو ساتلو له پاره د چاپیریال په اړه د ملګرو ملتونو خبرو اترو ته غوږ نیولی دی.

اسانج په یوه بانیه کې چې له اسنادو سره یوځای خپره شوې ده ویلي: «موږ نن وښوله چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون، شخصي غونډي چې د چاپیریال ساتنې په اړه وې د داسې یوه هیواد له خوا ثبت شوي دي چې غواړي د خپلو نفتو ساتنه وکړي.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده: «متحدو ایالاتو له ملګرو ملتونو سره داسي یو تړون لاسلیک کړی دی چې د هغه پر ضد به داسي اعمال [څارنه] نه ترسره کوي. د دې سازمان پر مشر خو څارنه لا لویه خبره ده. اوس نو د ملګرو ملتونو غبرګون جالب دی، ځکه که د ملګرو ملتونو پر مشر باندي څارنه عواقب و نه لري، نو د نړۍ له مشرانو نیولو او بیا د سړک تر یوه جارو کښ پوري له ګواښ سره مخامخ دي.»

پر دې سربیره بربنډ شوي اسناد ښيي چې د اسرائیلو مشر په ۲۰۱۰م کال کې له امریکا متحدو ایالاتو سره د اړیکو په برخه کې له ایټالیا څخه مرسته غوښتې ده.

یو بل بربڼد شوی سند ښي چې د ایټالیا او فرانسې پخواني مشرانو یو له بل سره د ایټالیا د بانکي سیستم په اړه خبري کړي دي. پر دې سربیره NSA د جاپان او اروپايي ټولنې د تجارت پر وزیرانو باندې هم د اقتصادي مسایلو پر سر د بحث پر مهال څارنه کړې ده.