وژل شوي بهرني سرتیري بریتانویان دي
۱۳۹۱ فروردین ۷, دوشنبهاعلان
د ناټو دوه تنه عسکر چې نن د افغانستان په جنوب کې وژل شوي ول، بریتانویان دي. نوموړي سرتیري د یوه تن له خوا چې د افغان ملي پوځ یونیفارم ئې پر غاړه وو، په ډزو ووژل شول. د ناټو ځواکونو په ځوابي ډزو کې برید کونکی هم وژل شوی دئ. د فرانسې خبري اژانس ته د نوم د نه بربنډولو په شرط د لویدیځ یوه امنیتي چارواکي ویویل چې پيښه د هلمند په لښکرگاه کې د ولایتي بیارغونې په یوه مرکز کې رامنځته شوې ده. په سږني میلادي کال کې په دا ډول پیښو کې تر اوسه د ناټو ۱۵ تنه سرتیري وژل شوي دي.