1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وکيلانو ته د استيناف غوښتني وخت پای ته ورسيدی

۱۳۹۰ مرداد ۵, چهارشنبه

د کابل استييناف محکمې د مدني ديوان او شخصي احوالو رئيس قضاوت پوه شمس الرحمن وايي وکيلانو او معترضو نوماندانو ته ورکړل سوی وخت پای ته رسيدلی او تردې وروسته نه سي کولای چي د خپلو دوسيو د استيناف غوښتنه وکړي.

https://p.dw.com/p/1255N
د افغانستان پارلمان
د افغانستان پارلمانانځور: DW

شاوخوا يوه مياشت وړاندي ځانګړي محکمې ولسي جرګې ته بريالي اعلان سوي ۶۲ نوماندان په درغليو کي ښکيل وبلل او له جرګې يې د هغوی د ايستو پريکړه وکړه.

د ځانګړي محکمې رئيس په همغه ورځ وويل، چي دغه ۶۲ وکيلان او معترض نوماندان کولای سي چي د يوې مياشتي په موده کي د خپلو دوسيو د استيناف غوښتنه وکړي.

په همدې حال کي ولسمشر کرزي هم د ځانګړي محکمې پريکړه استيناف ته د راجع کولو امر ورکړی ؤ.

قضاوت پوه شمس الرحمان وايي; چي تردي دمه ۷۳ کسانو د استنياف غوښتنه کړې چي له دې ډلي ۱۹يي اعتراضونه راوړي او پاته نورو يې تراوسه اعتراض نه دی راوړی.

شمس الرحمن زياتوي چي په دي ډله کي د ولسي جرګې ځيني غړي هم سته، چي د ځانګړي محکمې د پريکړي له مخه به په دې جرګه کي خپلي څوکۍ له لاسه ورکړي.

سره له دې چي ولسي جرګې مخکي ويلي ؤ ځانګړې محکمه ورته د منلو وړ نه ده نو ځکه يي د پريکړي په اړه هم استنياف ته مراجعه نه کوي، اوس داسي ښکاري چي ددې جرګي غړي د ځانګړي محکمې د پريکړي په برخه کي پر دوو ډلو سره ويشل سوي دي.

د ولسي جرګې په عمومي غونډه کي ددې جرګې مشر عبدالرف ابراهيمي وويل چي نن به د جمهوري رياست په ماڼۍ کي د ولسمشر په ګډون درې ګوني قواوي غونډه کوي، چي تمه کيږي داغونډه به د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ روان کړکيچ ته د پای ټکي کښېږدي.

خو د کابل د استيناف محکمې چارواکي وايي، چي د ورکړل سوي وخت د پای ته رسيدو سره سم به په ۲۰ ورځو کي خپله پريکړه واوروي.

له بل لوري يو شمير حقوقپوهان د استيناف د ورکړل سوي وخت څخه وروسته د ځانګړي محکمې پريکړي وروستۍ بولي.

حقوقپوه عبدالستار سعادت دويچه ويلي ته وويل: پرهغو کسانو دي د ځانګړي محکمي پريکړه تطبيق سي چي د استيناف غوښتنه يي نه ده کړې.

داسي ښکاري چي تردې دمه ولسي جرګه او ځانګړې محکمه پر خپلو دريځونو ټينګ ولاړ دي وبه کتل سي چي د ولسمشر او درې ګونو قواوو ترمنځ غونډه به دي ستونزي ته کومه د حل لاره ومومي او کنه؟

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل