1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وکيل: د افغانانو په وژنه تورن امريکايي معقول او منطقي کس دئ

۱۳۹۰ اسفند ۲۸, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14MXZ

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په زنگاوات سيمه کي د ملکي افغانانو په وژلو تورن امريکايي عسکر يو معقول او منطقي کس دئ. دا خبره د ۳۸ کلن امريکايي پرکمشر رابرت بېلز وکيل کړې ده. پر بېلز تور دئ چي په کندهار کي ئې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۶ ولسي کسان وژلي دي.

د ولسي افغانانو په وژنه تورن امريکايي عسکر هويت تېره ورځ روښانه سو. له دې څخه مخکي چي تورن عسکر بېلز افغانستان ته راسي هغه په عراق کي هم پوځي دنده تر سره کړې وه. د نوموړي وکيل د شنبې په ورځ ويلي چي هغه معلومات چي د تورن عسکر له کورنۍ، گاونډيانو او ملگرو څخه يې ټول کړي دي، پکښي څرگنده سوې ده چي بېلز يو معقول او منطقي کس دئ. د امريکا د دفاع وزارت ويلي دي چي تورن کس به د امريکا په دننه کي محاکمه سي.