1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د بیلز پر وړاندې تر اوسه ټینگ شواهد نه شته"

۱۳۹۱ فروردین ۱۸, جمعه

د هغه امریکایي سرتیري مدافع وکیل چې د کندهار د زنګاوات په کلي کې د ۱۷ ولسي وګړو په وژلو تورن شوی دﺉ وایي چې نه د هغه مؤکل په خپل جرم اعتراف کړی دئ او نه هم افغان حکومت د پېښې په اړه پریکړنده شواهد وړاندې کړې دي.

https://p.dw.com/p/14YuV
انځور: AP

د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ د زنګاوات په کلې کې د  ولسي وګړو له یوې ډله ییزې وژنې څخه څه د پاسه درې اونۍ وروسته د امریکا متحده ایالاتو د پوځ یو پلټونکې پلاوی نوموړي کلي ته ولاړ چې د هغې پېښې په هکله شواهد راټول کړي چې په ترڅ کې ئې د ادعا له مخې بریدمن رابرت بیلز پر ولسي خلکو باندې ډزې کړې وې.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت دوو لوړ پوړو پوځي چارواکو ویلي دي چې د پوځ جنایي پلټونکو د اونۍ په پیل کې د زنګاوات له کلیوالو سره ولیدل. دغو دوو چارواکو د خپل هویت د نه بربنډولو په شرط خبرې کړي دي ځکه د نوموړې پېښی په هکله اوس تحقیقات روان دي او هیڅوک اجازه نه لري چې رسنیو ته معلومات بربنډ کړي.

د دغو امریکايي چارواکو په خبره پلټونکو له دې څخه ډه ډه وکړه چې د وژنې له ځایونو څخه لیدنه کتنه وکړي، ځکه اندیښنه ئې درلوده چې نه شي د «قهرجنو کلیوالو» سره لانجه رامنځ ته شي. لا تر اوسه پورې معلومه نه ده چې امریکايي پلټونکو څومره او څه ډول شواهد راټول کړي دي.

پر امریکایي سرتیري بیلز، باندې د ۱۷ ولسي وګړو د قتل تور لګول شوی دئ او اوس د کنساس په پوځي زندان کې بندي دئ.

د بیلز مدافع وکیل جان هنري براون د خپل مؤکل پر ضد د وړاندې شوو شواهدو کیفیت تر پوښتنی لاندې نیولی دئ. براون ویلي دي: «په دې قضیه کې شواهد نه وینم. زه نه پوهیږم چې ایا حکومت به ډیر څه په ثبوت ورسوي او که نه. د محکمې له پاره شواهد نه شته. اعترافات هم وجود نه لري.»

براون زیاته کړې ده: «په اوسني وخت کې زه غواړم پوه شم چې د جرم د ثبوت له پاره شواهد څه دي. دا په امریکا متحده ایالاتو کې د یوې جنایي صحنې په څير نه ده.»

افغان چارواکي هم نوموړي کلی ته ورغلي ول چې د پېښې پلټنه وکړي. امریکایي محافظینو ویلي دي چې هغوی ولیدل چې بیلز له پوځي اډې ووت او بیرته راستون شو او بیا بیرته ووت.  دغه راز پلټونکو په دغه اډې کې له نورو سرتیرو څخه هم معلومات تر لاسه کړي دي.

بیلز ۳۸ کاله عمر لري او د دوو ماشومانو پلار دئ. پر هغه تور لگول شوی دئ چې په کندهار کې د امریکايي ځواکونو له یوې اډې څخه وتلی دئ او د څلورو تنو نارینه و او څلورو تنو ښځو په گډون ئې نهه تنه ماشومان وژلي دي او بیا ئې د هغوی مړو ته اور اچولی دئ. بیلز په دغه وخت کې خپله نهه ملي متر قطر لرونکي تومانچه، M-4 ډوله ټوپک او یو «راکټ لانچر» له ځانه سره درلودل. چارواکي وایي چې بیلز په سېمه کې دوو کلیو ته ننوتی دﺉ.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش