ویسترویله: ایران دې د اتومي وسلو د جوړولو هڅه نه کوي
۱۳۹۱ شهریور ۲۰, دوشنبهاعلان
د المان د بهرنیوچارو وزیر گیدو ویسترویله د یکشنبې په ورځ له ایران څخه غوښتي دي چې له نړیوالو قدرتونو سره د اتومي پروگرام پر سر د بیرته خبرو اترو د پیلولو له پاره «د پام وړ وړاندیزونه» وکړي. ویسترویله اسرائیلو ته په خپل لنډ سفر کې ویلي دي چې د ایران د دولت له پاره د اتومي وسلو لرل یو انتخاب نه دئ.
ویسترویله زیاته کړې ده چې لا اوس هم دغې شخړې ته د دیپلوماتیکي لارې د پاې د ټکي ایښودلو وخت دئ او په عین وخت کې ئې ایران ته دا خبرداری هم ورکړی دئ چې د اتومي وسلو د حاصلولو کوښښ ونه کړي. المان او نور هیوادونه له ایران څخه غواړي چې نړیوالو څیړونکو ته د خپلو اتومي دستگاو د پلټنو اجازه ورکړي. دوی غواړي چې دا خبره په اثبات ورسوي چې د ایران اتومي پروگرام پوځي موخې نه لري.