1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ویسترویله د افغانستان وضعیت ستونزمن وباله

AFP/ سید ریاض۱۳۹۲ خرداد ۱۸, شنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان وضعیت په اړه د شک او تردید څخه ډکه ارزونه وکړه. ویسترویله د شنبې په سهار کابل ته رسیدلی وو او وروسته به اسلام آباد ته هم سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/18m6B
انځور: picture-alliance/dpa

له افغان ولسمشر حامد کرزي سره تر لیدنې کتنې وروسته ویسترویله وویل: «په افغانستان کې وضعیت د پخوا په څیر ستونزمن پاتی دی. له بده مرغه سړی باید د نوو بریدونو رامنځ ته کیدل له پامه و نه غورځوي.»

خو ویسترویله وویل چې د ۲۰۱۴م کال په پای کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتل له پلان سره سم سر ته رسیږي. ویسترویله زیاته کړه چې سره له دې هم موږ باید په پام کې ونیسو چې زموږ د جنګي سرتیرو وتنه به د پلان مطابق پر مخ ولاړ شي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له حکومت څخه د اداري فساد پر ضد مبارزې، پر قانون د ولاړ دولت د پیاوړي کیدو او د ملي پخلاینې په پروسه کې د نورو اصلاحاتو غوښتنه وکړه. ویسترویله وویل چې آلمان به له افغانستان څخه د ځواکونو تر راایستلو وروسته هم له دغه هیواد سره خپلې مرستې جارې وساتي او د افغانستان تر څنګ به ولاړ وي. هغه زیاته کړه: «موږ به افغانستان له یاده و نه باسو.»

د افغان ولسمشر حامد کرزي سره د خبرو اترو په ترڅ کې د نورو موضوعاتو سربیره په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو، د ملي پخلایني او د جنګي ځواکونو تر راوتلو وروسته د ګډ کار په هکله هم خبرې اترې شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول، ویسترویله د «افغانستان د یوه لوي دوست» په توګه یاد کړ. د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د دندې د اشغالولو وروسته دا د ویسترویله افغانستان ته اووم سفر دی چې تر سره کوي یې.

د ویسترویله د ناڅاپي سفر لومړی تم ځای کابل وو. د شنبې په ورځ د غرمې وروسته به ویسترویله د ګاونډي هیواد پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته سفر وکړي. ویسترویله به د کوم خارجي هیواد د بهرنیو چارو لومړی وزیر وي، چې د پاکستان د نوي حکومت له مشر نواز شریف سره به لیده کاته تر سره کړي. د امنیتي دلایلو له مخې افغانستان او پاکستان ته د ویسترویله سفر تر مخه نه وو اعلان شوی.

تر دې دمخه ویسترویله د خپل سفر په پیل کې ویلي ول: «د ستونزمن وضعیت سره سره، مونږ له افغانستان څخه د خپلو جنګي سرتیرو د ایستلو پر ټاکل شوي پلان ټینګ ولاړ یو.» هغه یادونه کړه چې «اوس د دې کار له پاره باید سم سیاسي تصمیمونه ونیول شی.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ویسترویله غواړي چې دا خبره په ډاګه کړي چې آلمان له افغانستان څخه د خپلو پوځونو د راایستلو وروسته هم د افغانانو ملاتړ ته چمتو دی. خو ویسترویله غواړي چې دا خبره هم واضحه کړي چې آلمان د افغان حکومت څخه د فساد پر ضد د مبارزې او د بشري حقونو په برخه کې د اقداماتو انتظار لري.

آلمان لا تر مخه له افغانستان سره په ۲۰۱۴م کال کې د پوځي ماموریت د ختمیدو وروسته تر ۲۰۱۶م کاله د بیارغارونې او پرمختیایي چارو په برخه کې د ۴۳۰ میلیونه یورو د مرستې خبره کړې ده. په پام کې ده چې د ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰ پورې آلماني سرتیري به په افغانستان کې د افغاني ځواکونو د روزنې په موخه پاتې شي.