1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ویسترویله د امریکا د یهودانو د سازمان غونډې ته وینا وکړه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۵, جمعه
https://p.dw.com/p/14pXe

د المان د بهرنیو چاور وزیر ګيدو ویسترویله په واشنګټن کې د یهودانو یوه امریکايي سازمان ته په خپله وینا کې د ایران د اتومي پروګرام په سر په شخړه کې د تهران په مشرتابه نیوکې وکړې.

ویسترویله د غونډې پر مهال په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې المان په اتومي وسلو سنبال ایران نه شي قبولولای. ده وویل چې د ایران اتومي پروګرام نه یوازې اسرائیل ته یو لوی خطر دئ بلکې ټولې سیمې ته هم یو ګواښ دئ.

د روان کال د اپریل په میاشت کې په استنبول کې د ایران سره د اتومي پروګرام په سر خبرې اترې د یوه کال وروسته یو وارې بیا ترسره شوې. د دې خبرو اترو دویم پړاو به د مې په ۲۳ نیټه په بغداد کې ترسره شي.