1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ویستر ویله د برما له مشرتابه سره وکتل

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۱, دوشنبه
https://p.dw.com/p/14nBw

جنوبي آسیا ته د خپل سفر په پای کې د المان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله غواړي نن دوشنبه د برما د جمهور رئیس تاین زاین سره وګوري. دی به په پلازمینه نایپیادو کې دغه هیواد  نور هم د دموکراسۍ په لور وهڅوي. ویستر ویله به د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هیواد د اپوزیسیون سره هم وګوري.

د یکشنبې په ورځ ویسترویله په بندري ښار رنګون کې د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکي او د اپوزیسیون د مشرې  اونګ سان سوچي سره هم وکتل. په پای کې ویسترویله وویل چې المان به په دغه هیواد کې د اصلاحاتو د راوستلو څخه بیا هم خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.