1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ویلې برانت د زیږیدو د سلمې کلیزې لمانځنه

مسعود جهش (سارا یودیت هوفمن)۱۳۹۲ آذر ۲۷, چهارشنبه

ویلي برانت په اروپا کې د هتلر او فاشیستانو پر ضد مبارزه کړې. هغه د لویدیځ او ختیځ آلمانونو د یو ځای کیدو له بهیر سره مرسته وکړه او همداراز یې د دواړو آلمانونو د اقتصادي پرمختگ له پاره ډیر کار وکړ.

https://p.dw.com/p/1Abry
ویلي برندانځور: picture-alliance/AP Images

د ۱۹۷۰ کال په اوومه نیټه ویلي برانت له آلمان څخه پولند ته سفر وکړ. د هغه د سفر په اجنډا کې د داسې یوه تړون لاسلیکول هم شامل وو چې په کې دواړو هیوادونو په راتلونکې کې له زور څخه کار اخیستل رد کړي وو. په تړون کې همداراز تر جگړه وروسته د پولند پولې هم په رسمیت پیژندل شوې دي. آن تر دویمې نړیوالې جگړه وروسته، دا یو عادي سفر نه وو. برانت تر دې جگړې وروسته د آلمان لومړۍ صدراعظم وو چې دغه هیواد ته یې سفر کاوه. د جگړې پر وخت د آلمان د هغه وخت رژیم پر پولند باندې برید کړی وو او هغه یې اشغال کړی وو. د پلان له مخې باید برانت په وارسا کې پاتې شوی وای چیرې چې د آلمان نازیانو د پولند د اشغال پر مهال په سلهاو زره یهودیان راټول کړي ول او بیا یې کمپونو ته تر استولو وروسته وژلي وو. وارسا د اشغال پر مهال د نازیانو له خوا په بشپړه توگه ویجاړه شوې وه. برانت پوهیده چې هغه باید ډیره هڅه وکړي چې ترڅو د پولندیانو له خوا وبخښل شي.

کله چې ویلي برانت د جګړې د قربانیانو په یاد د جوړ شوي منار پر وړاندې د ګلانو یوه ګیډۍ ایښوده، هغه نه یوازې د احترام په موخه خپل سر ټیټ کړ بلکې د دې منار پر وړاندې په ګونډو شو او د څه نا څه یوې دقیقې له پاره هلته پاتې شو. په دې وخت کې یوازېني غږونه چې تر غوښونو رسیدل د کمرو ول چې د ویلي برانت انځورونه یې اخیستل. دبرانت دغه انځورونه اوس په نړۍ کې د آلمان د معاصر تاریخ د ډیر پیژندل شویو انځورونو څخه یادیږي.

الفرید ګروسر په ۱۹۳۳ کال کې د آلمان په فرانکفورت ښار کې په یوې یهودي کورنۍ کې نړۍ ته راغی. هغه بیا وروسته فرانسې ته تښتیدو ته اړ شو. ګروسر وایي: «که څه هم هغه په خپل ټول ژوند کې د هتلر پر ضد مبارزه وکړه، خو هغه بیا هم د تیر وخت بار پر غاړه واخیست خو د هغه گناه یې پر ځان و نه منله.»

په وارسا کې د ویلي برند تاریخي انځور
په وارسا کې د ویلي برند تاریخي انځورانځور: picture-alliance/dpa

په آلمان او پولند کې پر ویلي برانت باندې د هغه د دغه کار له کبله نیوکې وشوې. خو د نورې نړۍ له پاره دا خبره روښانه وه چې برانت د یوه نوي سوله ییز آلمان استازيتوب کوي. تر دې یو کال وروسته بیا برانت ته په اوسلو کې د سولې نوبل جایزه ورکړل شوه.

د شلمې پیړۍ ماشوم

برانت د آلمان په شمالي ښار لوبیک کې د ۱۹۱۳ کال په ۱۸ نیټه نړۍ ته راغی. د هغه اصلي نوم هاربرت ایرنست کارل فراهم وو. کله چې هغه ځوان وو د هغه نیکه برانت د سوسیال دیموکراتانو له گوند سره معرفي کړ. خو برانت بیا وروسته د کارګرو له سوسیال ګوند سره ډیره لیوالتیا پیدا کړه. دغه ګوند واک ته د هتلر تر رسیدو رووسته بند کړای شو. د ۱۹۳۳ کال په اوړۍ کې برانت له آلمان څخه ناروي ته ولاړ او هلته یې د ځان له پاره د ویلي برانت نوم غوړه کړ. هغه له ناروي څخه نه یوازې د هیتلر پر ضد فعالیتونه پیل کړل بلکه د ټولو اروپايي فاشیستي رژیم پر ضد یې غږ پورته کړ. هغه همداراز په هسپانیا کې هم وخت تیر کړ او د کورنۍ جګړې پر مهال یې د ژورنالیست په توګه دنده ترسره کړه.

په ۱۹۴۷ کال کې ویلي برانت یو ځال بیا آلمان ته راغی. پر هغه باندې تر دې مخکې ډیرو کسانو آلمان ته خیانت کولو تورونه لگول. داسې پوښتنې راولاړیدي چې برانت په دغو کلونو کې چیرې وو او په کومو کارونو بوخت وو. خو پر دغو ټولو جنجالونو سربیره هم هغه په ۱۹۵۷ کال کې د جنوبي برلین د ښاروال په توگه وټاکل شو. هغه وخت هم برلین په رسمي ډول د نړیوالې جگړې د څلورو گټونکو اړخونو تر اشغال لاندې وو او د ښاروال په توگه کارکولو ډیرو دیپلوماتیکو مهارتونو ته اړتیا لرله.

په ۱۹۶۶ کال کې ویلي برانت د آلمان د بهرنیو چارو وزیر شو او تر دې درې کاله وروسته هغه د آلمان د صدراعظم په توگه وټاکل شو.برانت په خپل کاري ژوند کې ډیرې ستونزې هم ولیدې. د بیلگې په توگه کله چې د برلین دیوال جوړیده او هغه احساس کاوه چې نه شي کولای کوم کار وکړي. خو په دې دوره کې ډیرې لاس ته راوړنې هم لري په خاصله توگه د دواړو آلمانونو تر منځ د پخلاینې په راوستلو کې د هغه نقش ډیر مهم دی.

نړیوال سیاستوال

د عام المنفعه د ټولنې هیوادونو پخوانۍ مشر سر شریدات رمپفال، وايي: «هغه د نشنلزم، نژاد او مذهب په محدوده کې نه ځایږي. هغه د نړۍ تبعه وو. زه فکر کوم چې هغه په رښتیا سره په دې خبرې باور لاره چې هیواد یې نړۍ ده او دا چې د نړۍ د اوسیدونکي په توگه د هغه دنده دا وه چې ټوله نړۍ د ژوند کولو له پاره په یوه ښه ځای باندې بدل کړي.»

په ۱۹۷۱ کال کې ویلي برند د نوبل د جایزې د ترلاسه کولو پر مهال
په ۱۹۷۱ کال کې ویلي برند د نوبل د جایزې د ترلاسه کولو پر مهالانځور: picture-alliance/dpa

په ۱۹۷۷ کال کې د هغه وخت د نړیوال بانک مشر رابرت مک نمارا، پریکړه وکړه چې یو خپلواک کمیسیون جوړ کړي ترڅو د نړیوالې ودې په اړه څیړنه وکړي. د دغه کمیسیون دنده دا وه چې د صنعتي شمال او مخ په ودې جنوبي هیوادونو تر منځ واټن راکم کړي. د دغه کمیسیون مشري ویلي برانت ته وسپارل شوه.

د یوې نړۍ لیدلوری

رمپفال وایي: «هغه د مخ په ودې نړۍ، افریقا، اسیا له خوا د ویاړ او اخلاص لرونکي یوه کس په توگه منل شوی وو.» رمپفال چې په خپله هم په همدې کمیسیون کې غړی وو زیاتوي: «هغه خلکو ته دا خبره ورسوله چې دا د ټولو په گټه ده چې په نړۍ کې د هیوادونو تقسیم بندي له منځه ولاړه شي.»

دې کمیسیون په ۱۹۸۰ او ۱۹۸۲ کلونو کې دوه رپوټونه خپاره کړل. په دغو رپوټونو کې په نړۍ کې د یوه لا عادلانه اقتصاد د رامنځ ته کیدو غوښتنه شوې وه. که څه هم دغه کمیسیون سمدستي کومي پایلې تر لاسه نه کړي خو د رامپال په خبره د نویو بحثونو له پاره یې لاره هواره کړه.