1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وینزویلا: د زندان نښتو په لسهاو تنه وژلي دي

مسعود جهش (AFP, dpa)۱۳۹۱ بهمن ۷, شنبه

د وینزویلا د یوه زندان د بندیانو او ساتونکو تر منځ په نښتو کې په لسهاو تنه وژل شوي او ډیر شمیر نور ټپیان دي. دغه نښتې هغه وخت رامنځ ته شوې چې ساتونکو په زندان کې د وسلو د موندلو په موخه یوه پلټنه په لاره واچوله.

https://p.dw.com/p/17RuO
Soldiers prepare to evacuate unidentified injured victims during an uprising at Centro Occidental (Uribana) prison in Barquisimeto in this picture provided by Diario el Informador newspaper January 25, 2013. A jail riot which broke out after news of an inspection to confiscate weapons at the prison in southwestern Venezuela, killed dozens of people on Friday, local media reported, the latest incident in the ongoing crisis in the South American nation's crowded prisons. REUTERS/Diario el Informador (VENEZUELA - Tags: MILITARY CRIME LAW SOCIETY) ATTENTION EDITORS - THIS IMAGE WAS PROVIDED BY A THIRD PARTY. FOR EDITORIAL USE ONLY. NOT FOR SALE FOR MARKETING OR ADVERTISING CAMPAIGNS. THIS PICTURE IS DISTRIBUTED EXACTLY AS RECEIVED BY REUTERS, AS A SERVICE TO CLIENTS
Venezuela Gefängnis Aufstand Revolte Barquisimetoانځور: Reuters

د وینزویلا په لارا ایالت کې د یوه روغتون مشر روی میدینا، د جمعې په ورځ وویل چې د هغه روغتون ته له «یوریبانا» زندان څخه ټپي او وژل شوي بندیان راوړل شوي دي. هغه اټکل وکړ چې د دې زندان په نښته کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي او ۹۰ تنه نور ټپیان دي.

ښاغلي میدینا زیاته کړه چې ډیر شمیر ټپي شوي کسان په مرمیو ویشتل شوي ول. هغه وویل چې ده د وژل شویو کسانو شمیر یوازې د هغو مړیو د شمارلو له مخې ټاکلی دی چې د ده روغتون ته راوړل شوي دي.

د یوریبانا په زندان کې هغه وخت تاوتریخوالی رامنځ ته شو چې ساتونکو په زندان کې د وسلو د مندلو په موخه پلټنې پیل کړې. دغه زندان د وییزویلا په شمال کې پروت دی چې په کې د جمعې ورځې په سهار حالات کړکیچن شول.

په تلویزیون کې دغه زندان په داسې حال کې ښوول شوی دی چې د پوځیانو په محاصره کې دی او ورڅخه بندیان چې په وینو ککړ کالي پر تن لري راایستل کیږي. لومړني رپوټونه ښيي چې شخړه هغه وخت پیل شوه چې بندیانو د پلټنې مخه ونیوله.

د وینزویلا د زندانونو وزیر ایرس واریلا، د دې هیواد دولتي تلویزیون ته وویل: «په زندان کې د تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو له کبله، دا ضروري خبره وه چې باید دغه زندان په بشپړه توګه بې وسلې شوی وای.»

دغه چارواکي زیاته کړه چي د زندان د بې وسلې کولو عملیات له دې کبله په لاره اچول شوي ول چې په زندان کې موجودو ډلو غوښتل چې پر دغه ځای باندې پوره کنترول ولري او له دې کبله یې له یو بل سره نښتې کولې.

د وینزویلا د ولسمشر مرسیتال نیکولاس مادورو، د شنبې په ورځ وختي وویل چې د دغه زندان د پېښې په اړه څیړنې په لاره اچول شوې دي. هغه په «یوریبانا» زندان کې رامنځ ته شوی تاوتریخوالی «خواشینوونکی» وباله.

دا په داسې حال کې ده چې د وینزویلا د حکومت مخالفینو د دې هیواد پر چارواکو باندې تور لګولی دی چې د دې زندان په کنترولو کې پاتې راغلي دي.

د بندیانو خپلوان زندان ته نزدې راټول شوي دي
د بندیانو خپلوان زندان ته نزدې راټول شوي ديانځور: Reuters