1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وینزویلا: په زندان کې نښتې ډیر کسان وژلي دي

۱۳۹۱ بهمن ۷, شنبه
https://p.dw.com/p/17RvC

په وينزويلا کې د خبري آژانسونو د راپوټونو له مخې په يوه زندان باندې د يرغل په ترڅ کې ګڼ شمېر انسانان وژل شوي دي. د رسنيو په خبرونو کې له ۵۴ تنو مړو څخه يادونه کيږي.

ویل کیږي چې له ۸۰ زيات ټپيان روغتون ته وړل شوي دي. زیاته شوې ده چې امنیتي ځواکونو د لارا په ښار کې پر دغه زندان هجوم وروړی دی، چې تر هغې وروسته تشدد رامنځ ته شوی دی. د وینزویلا په زندانانو کې په پرلپسې ډول د تشدد او د پاڅونونو پیښې رامنځ ته کیږي. د دغه سویلی امریکایي هیواد په زندانونو کې تل د هغوی له ظرفیت څخه زیات بندیان ساتل کیږي.