1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وېستروېله پر سوريې د پوځي بريد مخالف دئ

۱۳۹۱ خرداد ۱۴, یکشنبه
https://p.dw.com/p/157B7

د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو وېستروېله په سوريه کي د پوځي مداخلې وړانديز رد کړی دئ. نوموړي ويلي دي چي په سوريه کي وضعه ډېره مغلقه ده او بايد خلکو ته داسي هيلي ور نه کړل سي چي گواکي د پوځي مداخلې له لاري به ژر د حل يوه لاره پيدا سي.

نوموړي د «بلډ ام زونتاگ» نومي المانۍ ورځپاڼي ته په مرکه کي ويلي دي چي د دوشنبې په ورځ به د منځني ختيځ سيمي ته سفر پېل کړي. د مخلوط حکومت د آزاد ليبرال گوند دغه سياست وال زياته کړې ده چي دې غواړي د سوريې د کړکېچ د حل له پاره د سيمي د مشرانو سره خبري وکړي. خو د المان د مخلوط حکومت د ستر مسيحي دموکرات گوند د بهرنيو چارو وياند فيليف ميسفېلډر بيا خبرداری ورکړی دئ چي د سوريې پر ضد د پوځي بريد امکان دي په کولي توگه له امکانه نه ايستل کيږي. د نوموړي په وينا دا به د سوريې ولسمشر بشارالاسد او د نړۍ نورو زورواکانو ته آزاد لاس ورکړي چي خپلې ديکتاتوري ته دوام ورکړي.