1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وېسنروېله: له يونان سره د شوو تړونونو په اړه له سره بحث نه کيږي

۱۳۹۱ تیر ۳۱, شنبه
https://p.dw.com/p/15cik

د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو وېستروېله ويلي دي چي د يونان هيواد سره به پر تر سره شوو تړونونو له سره بحثونه ونه سي. نوموړي يوې المانۍ ورځپاڼي ته په مرکه کي ويلي دي چي يونان داسي هيلي څرگندي کړي دي چي د سپما د خپلو کړو ژمنو په هکله له سره خبري اتري وکړي او هر څه له سره بيا تر بحث لاندي ونيسي.

الماني وزير زياته کړې ده چي مرستندويه هيوادونه به د يونان دغه غوښتنه ونه مني. وېستروېله د يونان پر حکومت ږغ کړی دئ چي د سپما په هکله د کړو تړونونو او ژمنو سره وفا وکړي او د يورو په زون کي د پاته کیدو له پاره ښکاره دريځ خپل کړي. يونان د يورو پول واحد هغه غړی هيواد دئ چي د قرضو له بحران سره مخامخ او د يورو زون د نورو غړو اقتصادي مرستو ته احتياج دئ. دغه مرستي د يونان سره په دې شرط منل سوي دي چي يونان به په کلکه توگه سره سپما کوي.