1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وېسټر وېله د افريقا د نوي هيواد څخه ليدنه کوي

۱۳۹۰ تیر ۵, یکشنبه

جنوبي سوډان په پام کي لري چي دوې اونۍ وروسته خپلواکي اعلان کړي او پدې توگه د افريقا د ستري وچي 54 هيواد وگرځي. پر هغه ډگر او څلي په فشار سره کار روان دی پر کوم چي به د خپلواکۍ اعلان کيږي.

https://p.dw.com/p/11jlG
د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله د سوډان د مرستيال جمهوررئيس علي عثمان سره
د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله د سوډان د مرستيال جمهوررئيس علي عثمان سرهانځور: dapd

د افريقا تر ټولو نوی دغه هيواد د خپلواکۍ د اعلان څخه تر مخه د يو لړ لوجستيکي او بنسټيزو جوړښتونو د ستونزې سره مخامخ دی. د بېلگي په توگه د هيواد هوايي ډگر چي بشپړه کېدنه يې د خپلواکۍ د اعلان څخه تر مخه پلان سوې وه ځنډنی دی. کله چي څوک د دغه هوايي ډکر و ساختماني کارونو ته وگوري نو به وويني چي تر اوسه لا ډېر کار پاته دی او ښايي لا زيات په بر کي ونيسي. د المان د بهرنيو چارو وزير چي و جنوبي سوډان ته په سفر تللی دی وايي چي د يوه نوي هيواد جوړېدنه آسانه کار نه وي:

« موږ هم پدې پوهيږو چي د خپلواکۍ اعلان د يوه جوړ هيواد د رامنځ ته کېدو معنی نه لري او يوازي د اعلان سره ټولي ستونزي نه هواريږي. بلکه اصلي کارونه د خپلواکۍ د اعلان وروسته شروع کيږي.»

کارونه زښت زيات دي. هغه کسان چي پخوا اورپکي ول اوس بايد د هيواد او ملت جوړونې دنده تر سره کړي چي دغه کار آسانه ندی. د جنوبي سوډان حکومتي چارواکي تقريبا ټوله پخواني اورپکي او پوځيان دي چي د اوس يې عسکري يونيفورم په نيکټايي او دريشيو بدل کړی دی. د هيواد ولسمشر سالوا کير وايي چي هيواد يې هر ډول مرستو ته اړتيا لري. د المان د بهرنيو چارو وزير چي د ولسمشر مېلمه دی ژمنه وکړه چي المان به د سويلي سوډان سره مرستي وکړي:

« د يوه هيواد رامنځ ته کېدنه يوه تاريخي پېښه ده چي يو شمېر عملي اړخونه هم ورسره تړلي وي. د بېلگي په توگه دا چي څوک د دولت ځواک څنگه پر بيلو ادارو ويشي، بهرنی او کورنی امنيت څنگه ساتي، بنسټيزه جوړښتونه څنگه رامنځ ته کوي، ادارې څنگه جوړوي او څنگه ښه حکومت داري کوي. پدې لړ کي د اساسي قانون د جوړولو موضوع هم يادولای سو.»

خو سويلي سوډان يو شمېر نوري ستونزي هم لري. د بيلگي په توگه د شمالي سوډان سره د پولو د تعين، د تيلو د ځيرمو او د پخوانيو پورونو د ويش پر سر عسکري نښتي او تاوتريخوالی. دواړه هیوادونه چي پخوا يو متحده هيواد ؤ د دې هڅه کوي چي خپله پوله هغه بل اړخ ته ور وغځوي او يا هم د تيلو څاهان تر خپلې ولکې لاندي راولي. دواړه هيوادونو پدې ترځ کي يو پر بل پړه اچوي. خو شمالي سوډان د جنوبي سوډان سره خپلي پولي تړلي او نه سامان او نه هم انسانان ورپرېږدي. د سويلي سوډان ولسمشر وايي چي دغه کار د دوی رامنځ ته کېدونکی هيواد د سختو ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د پولو دغه بندښت سويلي سوډان د سختو ستونزو سره مخامخ کړی دی ولي چي دغه هيواد چي تقريبا هر شی د دباندي څخه راواردوي په کور دننه هيڅ توليد نه لري. لږ وخت تر مخه لا په جوبا کي برېښنا رسد بند سوی ؤ ولي چي شمالي سوډان ورته د ډيزلو لېږدونه بنده کړې وه.

د دې تر څنگ د افريقا په نوي جوړېدونکي دغه هيواد کي گڼ شمېر قومي او قبيلوي ستونزي موجوده دي چي يو شمېر قبيلې پر خپلو گاونډيو قبيلو بريدونه کوي. توپکسالاري او د بيلو مجرمو وسله والو گروپونو شتون يوه بله جدي ستونزه ده. وېسټروېله د دغو ستونزو په هکله وايي:

«د نوي هيواد لپاره دا ډېر گواښ رامنځ ته کولای سي که د مليتونو او قومونو تر منځ د اوبو د وېش، د څارويو او يا هم ورته موضوعاتو پر سر شخړي رامنځ ته سي. دغه ستونزي يا خو جنايي بڼه درلودلای سي او يا هم سياسي. خو نړۍ وال د هغو سياسي ستونزو په هوارولو کي خپل رول لوبولای سي.»

کتونکي دې ته گوته په غاښ پاته دي چي دغه نوی رامنځ ته کېدونکی هيواد د هيواد او دولت کېدلو لپاره څومره لږ چمتو والی لري. د هيواد ولسمشر وايي کير وايي چي د ولسواکۍ د رامنځ ته کېدو لپاره زيات وخت ته اړتيا سته چي دغه جمله دوې معناوي لري او د هر چا په غوږو ښه نه لگيږي.

گرابن هاينريش کرسټوف/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل