1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان یوازې د جګړو هیواد نه دی»

احمدولي اڅکزی (کونراد ناومي)۱۳۹۲ دی ۲۷, جمعه

د لوږي پر ضد د مبارزې آلمانۍ مرستندويه ټولنه «وېلټ هنگر هيلفه» وايي چي له افغانستان څخه د بهرنيو سرتیرو تر وتلو وروسته به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي. دغه سازمان د 1992 کال راهيسي په کابل کي خپل دفتر لري.

https://p.dw.com/p/1AsXn
کارلوس لیمن
کارلوس لیمنانځور: Deutsche Welthungerhilfe e.V.

کلاوس لومان د لوږي پر ضد د آلماني سازمان وېلټ هنگر هيلفه د کابل د دفتر مسوول دی. هغه د ۲۰۰۷ کال راهيسي په کابل کي د ياد سازمان د پروژو مشري کوي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ ۱۶مه) په په برلین کې د یوې خبري غونډي پر وړاندې خبرې وکړې. لومان په لومړي سر کي ژورنالستانو ته د افغانستان په هکله د سته کليشو په ترڅ کي وويل: «خوشاله يم چي د دې امکان په لاس راغلی چي د افغانستان په هکله کليشې روښانه کړم. زه داسي فکر کوم چې داسي احساس موجود دی چې افغانستان يوازي د بمونو، برقعو، تاوتريخوالي او جنگ سره په تړاو یادیږي.»

لومان وايي چي په حقيقت کي داسي نه ده. د هغه په وينا په افغانستان کي ډېرو شيانو مثبت بدلون موندلی دی. د لومان د خبرو پر وخت ماتياس موگه هم د هغه پر څنگ ناست وو او د لومان پر څرگندونو يې د تایيد سر ښوراوه. موگه د ياد آلماني سازمان د پروگرام رئيس دی. نوموړي د لومان پر خبرو ورزياته کړه چي په افغانستان کي که څه هم چي په تيرو لسو کلنو کي د مخدره توکو کښت زيات سوی دی، خو د چښاک د اوبو، د غذايي امنيت، روغتیایي اسانتیاو او تعليم او تربيې په برخو کي زيات پرمختگونه سوي دي.

پراختيايي مرستي د ټيکاو له پاره حتمي دي

د پنجشنبې د ورځي په خبري ناسته کي د وېلټ هنگر هيلفه سازمان وويل چي د خبري کانفرانس د رابللو اصلي مقصد يې د افغانستان په تړاو يوه غوښتنه کول دي. ياد سازمان وويل چي د افغانستان څخه د ناټو د سرتیرو د وتلو وروسته هم بايد د دغه هيواد سره په پراختيايي ډگر کي مرستو ته دوام ورکړل سي.

ماتياس موگه وويل چي د وېلټ هنگر هيلفه سازمان په افعانستان کي د خپل کار د جاري ساتلو له پاره د ۲۰۱۴ او د ۲۰۱۵ کال له پاره پيسې ځانگړي کړي دي. خو د نوموړي په وينا بيره لري چي د متحده ايالتونو له خوا د پراختيايي بوديجې په کمېدلو وروسته به آلمان هم ورته اقدم وکړي. هغه زياته کړه: «موږ اوس په دې آند يو چي موږ به د ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کي فعال پاتې سو. موږ په دې هم ښه پوهيږو چي موږ هلته د ډېرو سختو شرايطو لاندي کار کوو په زياته بيا که امنيتي وضعه په پام کي ونيسو.»

د موگه په وينا دا په داسي حال ده چي په افغانستان کي د امنیت راوستلو له پاره مخ په وړاندي هم هڅو او مرستو ته اړتيا سته. هغه زياته کړه چي د دوی سازمان د افغان حکومت اړين ملاتړ ته هم اړتيا لري چي خپل فعاليت په افغانستان کي جاري وساتلای سي. هغه په زياته بيا اداري فساد او د قانون د پلي کولو په برخه کې د افغان حکومت له خوا د لا زیاتو کوښښونو پر اړتيا باندې ټينگار وکړ.

د پوځ همکاري نه کوو

د وېلټ هنگر هيلفه د کابل د پروژې د رئيس کلاوس لومان په وينا د افغانستان سيمه یيز امنيتي اورگانونه بايد مخ پر وړاندي هم تقويه کړل سي. خو هغه دا هم وويل چي د دوی د سازمان همکاران د کوم څرگند گواښ سره نه دي مخامخ. لومان وويل چي غواړي د دې وروسته هم د افغانستان په ختيځ او شمال کي خپل کار ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړه چي دوی د ځايي خلکو، سيمه یيز سياستوالو، جنگسالارانو او طالبانو سره د خپلو پروژو په تړاو تفاهم کوي. د نوموړي په وينا په زياته بيا د اوبو او د کليو د پرمختگ او اضطراري مرستو په ډگر کي د دوی سازمان په کار بوخت دی.

موگه د خپلو خبرو پر وخت د تېر کال پر سياسي پاليسيو انتقاد هم وکړ. هغه وويل چي گواکي په افغانستان کي په کار بوخت مرستندويه ټولني تېر کال تر سخت فشار لاندي نيول سوي وې چي د پوځ سره گډ کار وکړي. د نوموړي په وينا خو دوی به هيڅکله په افغانستان کي د آلماني پوځ سره همکاري ونه کړي ځکه چي دا د دوی له پاره لوی امنيتي گواښ گرځېدلای سي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب