1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ياغيانو په عراق کي یوه بل لوی ښار نیولی دی

مسعود جهش (AP, AFP, dpa, Reuters)۱۳۹۳ خرداد ۲۰, سه‌شنبه

یاغیانو د عراق تر ټولو دویم لوی ښار موصل، نیولی دی. پولیسو او نورو امنیتي چارواکو تر هغه وروسته خپلي پوستې پرې ايښې دي چې یاغیانو پر دغه ښار باندي برید وکړ.

https://p.dw.com/p/1CFSD
انځور: Haidar Hamdani/AFP/Getty Images

چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې یاغیانو د شپې له خوا پر موصل ښار باندي برید وکړ. تر هغه وروسته چې پولیس او نور امنیتي ځواکونه له خپلو پوستو ووتل، یاغیانو په دې ولایت کې د دولتي ودانیو کنترول په خپل لاس کې ونياوه. پر دې سربیره یاغیانو د تلویزیون د دفتر او همداراز د زندان چاري په خپل لاس کې ونیولې. هغوی له زندان څخه بندیان هم آزاد کړي دي.

د رسېدلو رپوټونو له مخي یاغیانو په موصل ښار کې یو شمر دولتي ودانیو ته هم اور اچولی دی. د موصل ښار د عراق په ۳۶۰ کیلو متري کې پروت دی.

د عراق د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د موصل ښار د دولت له کنتروله وتلی دی او اوس د یاغیانو په کنترول کې دی.»

ویل کیږي، هغه یاغیان چې د موصل ښار یې نیولی دی د «عراق او شام اسلامي دولت» ډلي پوري تړاو لري. دغه ډله له القاعدې سره اړیکه لري چې په عراق کې د ډیرو بریدونو پړه پرې اچول کیږي.

په عین حال کې ویلي شوي دي چې یاغیانو په موصل ښار کې ۲۸ ترکي موټر چلوونکي برمته کړي دي. ترکي رسنیو ویلي دي چې دغو موټر چلوونکو له ترکیې څخه د موصل ښار ته نفت انتقالول چې په دې ښار کې د یاغیانو له خوا برمته شول. یوه لوړپوړي ترکي چارواکي د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې اوس ترکیه په دې اړه څېړنې کوي.

موصل د عراق د نینوي ولایت مرکز دی. یاغیانو په وروستیو ورځو کې په دې او یو شمیر نورو ولایتونو کې عملیات پیل کړي دي. په ورستیو بریدونو کې ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې د عراق د حکومت د وړتیاو په اړه یې پوښتنې لا پسې ډیري کړي دي.

دا دویم لوی ښار دی چې روان کال په عراق کې د یاغیانو تر کنترول لاندي راځي. تر دې دمخه په جنوري میاشت کې یاغیانو د فلوجې ښار کنترول تر لاسه کړی وو. هغوی اوس هم د دې ښار چاري کنترولوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب