1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«ياغيان په بشپړه توگه له حمص ښاره وتلي دي»

۱۳۹۶ خرداد ۱, دوشنبه

د سوريې حکومت وايي چي له حمص ښاره د یاغیانو تر وتلو وروسته پر دغه ښار بشپړ کنترول لري. دا لومړی حل دی چې له ۲۰۱۱م کال راهیسې دغه ښار له وسله وال اپوزیسیون څخه پاک خالي کيږي.

https://p.dw.com/p/2dMOM
Syrien Al Waer - Homs: Die letzten rebellen verlassen die Stadt
انځور: Picture alliance/Photoshot/H. Sheikh Ali

د فرانسې خبري آژانس د ځایي خبریال د رپوټ له مخې شا او خوا ۵۰ سرویسونو د دغه ښار له الوعر څنډې څخه جنگیالي او د هغوی کورنۍ ایستلي دي. د ښار دغه څنډه پخوا د یاغیانو پوخ مرکز گڼل کیده. له دغه کتاره سره ۳۰ بار وړونکي موټر هم مل ول چې د یاغیانو سامانونه پکښې بار ول.

«په ښار کې نور وسله وال نه شته»

د حمص ولایت والي طلال برازي، نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي: «په الوعر کې وسلې یا وسله وال کسان نور نه شته. موږ حمص د خوندي ښار په توگه اعلانوو.» د شنبې او يکشنبې په ورځو له دغه ښاره د وتلو کسانو شمیر والي ۳۰۰۰ تنه ښوولی وو چې پکښې ۷۰۰ جنگیالي هم شامل دي.

برازي د الاخباریه، په نوم تلویزوني چېنل سره په خبرو کې ویلي دي چې دا د دوی له پاره یوه ستره بریا ده او په وینا یې ټولې ادارې به ژر دغه ولایت ته وروگرځي.

په حمص کې تر سختۍ بمبارۍ وروسته اخیستل شوی یو انځور
انځور: picture-alliance/AA/W. Saduldin

د کورنیو غړو په لارۍ موټرو کې خپل بکسونه او نور سامانونه بارول. یوه یاغي فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «زه داسې احساس کوم لکه چې مرم، ما غوښتل چې دلته پاته شم، خو له بندي کیدو ویریږم.» د رامنځ ته شوي توافق له مخې یاغیان د تسلیمیدو په بدل کې د اپوزیسیون تر کنترول لاندې نورو سیمو ته انتقالیږي.

روسیې د حمص ښار د تخلیه کیدو نظارت کاوه چې دوې میاشتې وړاندې پیل شوې وو او تیره ورځ پای ته ورسید. په پام کې ده چې په الوعر کې څو سوه روسي عسکر نظم تنظیم کړي. دغه سیمه پخوا د یاغیانو پوخ سنگر گڼل کیده.

سخته بمباري

د سوریې حکومتي ځواکونو په ۲۰۱۴م کال کې تر سختۍ بمبارۍ وروسته د حمص لویه برخه بیرته تر خپل کنترول لاندې راوستې وه، خو په ځینو برخو کې یاغیانو سنگرونه درلودل.

لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان بیا وایي چې په تیرو څو اوونیو کې له الوعر څخه کابو شل زره کسان وتلي دي. دغه سیمه د سوریې په شمالي څنډه کې پرته ده.

د رپوټونو له مخې د حمص په شمال کې یاغیان لا هم پر ځینو برخو کنترول لري، ځکه چې حکومتي ځواکونو په سویل کې په اصطلاح د «اسلامي دولت» ډلې یا داعش پر ضد جنگیږي.

(afp,rtre/ SR)

زموږ له ارشيف څخه: