1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يمن له ملگرو ملتو د مځکني ځواک غوښتنه کړې

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۷, پنجشنبه

د يمن مخلوع حکومت د ملگرو ملتونو له امنيت شورا څخه غوښتي دي چي په دغه هيواد کي د حوثي ياغيانو د پرمختگ د مخنيوي له پاره مځکنی ځواک ور ولېږي. حوثي ياغيانو د عدن ښار پر لور پرمختگ کړی دئ.

https://p.dw.com/p/1FM1D
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Jamali,

يمن له نړيوالي ټولني څخه غوښتي دي چي له حوثي ياغيانو سره د مبارزې له پاره دغه هيواد ته ځمکني ځواکونه ور ولېږي.

په ملگرو ملتونو کي د يمن سفير د دغه سازمان امنيت شورا ته په يوه لېږل سوي لیک کي ليکلي: «موږ له نړيوالي ټولني څخه فوري غوښتنه کوو چي په يمن کي په پوځي مداخلې سره دغه هيواد په ځانگړې توگه عدن ښار وژغوري.»

په دغه لیک کي چي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا مشر ته لېږل سوی دئ، دغه راز د بشري حقونو له نړيوالو سازمانونو څخه غوښتل سوي دي چي هغه اسناد وگوري چي «له بې دفاع خلکو سره د وحشي کړنو» په اړه ثبت سوي دي.

د عدن ښار د اوسېدونکو د معلوماتو له مخي د چهارشنبې په ورځ بيا په دغه بندري ښار کي د حوثي ياغيانو او مخلوع جمهور رئيس عبد ربه منصور هادي، د پلويانو ترمنځ سختي جگړې سوي دي.

د چهار شنبې په ورځ په عدن ښار کي هغه مهال ۴۰ تنه ملکيان ووژل سول چي له دغه ښار څخه د اوبو له لاري په يوه کښتۍ کي د تېښتي په حال کي ول. دغه کښتۍ د حوثي ياغيانو د ژغورني ډلي له خوا بمبار سوې ده.

عدن به ژر فتح سي؟

د عيني شاهدانو په حواله حوثي ياغيان اوس کوښښ کوي چي په عدن ښار کي د «التواهي» سیمه ونيسي. په دغه سیمي کي سعودي عربستان ته د تښتېدلي جمهور رئيس هادي، د جمهوري رياست ماڼۍ او نوري دولتي ادارې دي.

که حوثي ياغيان د دغي سيمي په نيولو وتوانيږي، نو عدن ښار په بشپړ توگه د دوی په کنترول کي سي.

د دغه هيواد په نورو سیمو کي هم جنگ روان دئ. حوثي ياغيانو د چهارشنبې په ورځ په دوهمي پرلپسې ورځي له سعودي عربستان سره سرحدي ښار نجران باندي هوانونه او توغندي توغولي دي.

حوثي ياغيانو دغه راز د نجران ښار د سرحد ها خوا چي سعودي عربستان کيږي هم توغندي ويشتلي دي چي د يوه افسر په گډون څلور تنه پکښي وژل سوي دي.

سعودي عربستان د دغو توغنديو په غبرگون کي د حوثي ياغيانو مرکز صعده ولايت بمبار کړ. د ځايي اوسېدونکو په خبره په دغه ولايت کي د چهارشنبې په ورځ ۳۴ ملکيان وژل سوي دي.

حوثي ياغيانو په تيرو مياشتو کي د دغه هيواد نوري برخي هم تر خپل کنترول لاندي راوستي دي. دوی د يمن مرکز صنعا هم نيولی دئ. له دې سره سره چي د سعودي عربستان په مشرتوب پر حوثي ياغيانو باندي سختي بمبارۍ سوي دي بيا هم دغه ډله له زوره نه ده لوېدلې.

د يمن په کړکېچ کي سعودي عربستان پر ايران باندي تور لگوي چي حوثي ياغيانو ته وسلې ورکوي، خو ايران بيا دا تورونه نه مني.

بله خوا بيا د اروپايي ټولني د دباندني سياست مسئولي فدريکا موگريني د چهارشنبې په ورځ په پيکن کي ويلي دي چي په يمن کي افراطي سازمان القاعده ډېر فعال دئ. هغې ويلي دي چي په دغه هيواد کي وضعيت ډېر کړکېچن دئ، ځکه چي القاعده تلاښ کوي په دغه هيواد کي د قدرت خلا ډکه کړي.

حوثي ياغيان
حوثي ياغيانانځور: Reuters
په رياض کي د يمن تښتېدلی جمهور رئيس
په رياض کي د يمن تښتېدلی جمهور رئيسانځور: picture-alliance/dpa
د ملگرو ملتونو امنيت شورا
د ملگرو ملتونو امنيت شوراانځور: REUTERS/L. Jackson