1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ينګلک د تايلند پارلمان منحلوي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۱۸, دوشنبه

د تايلند د اپوزيسيون تر څو ورځو مظاهرو وروسته د دوشنبې په ورځ د دغه هيواد لومړۍ وزيري ينګلک شيناواترا د پارلمان د منحلېدو اعلان کړی دی. د دې ترمخه د مخالفينو مشر اعلان کړی وو چي نن به ټاکونکې ورځ وي.

https://p.dw.com/p/1AVCb
انځور: Reuters

د تايلند لومړۍ وزيري ينګلک شيناواترا د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۹) په بنکاک کي د پارلمان د منحلېدو اعلان وکړ. په تايلند کي له اوونيو راهيسي د لومړۍ وزيري شېناواترا په مشرۍ حکومت پرضد مظاهرې رواني دي او دغه هيواد په يوه ژور بحران کي راګير دی.

شېناواترا وويل چي له مختلفو ګوندونو سره تر سلا مشورو وروسته يې د دغه هيواد له پاچا بوميبول ادوليادي، سره پريکړه کړې ده چي پارلمان دي منحل سي. هغې زياته کړه چي ډېر ژر به نوي انتخابات ترسره سي. ينګلک شېناواترا د يکشنبې په ورځ په يوه تلويزيوني وينا کي د خپلي استعفا په اړه وويل چي دا بايد د يوې اولسپوښتني له لاري د تايلند خلک پريکړه وکړي. داسي اټکل کيږي چي شېناواترا به په دغه اولسپوښتنه کي بريالی راووځي.

په تايلند کي له اوونيو راهيسي د دولت د مخالفينو له خوا د ينګلک شېناواترا پرضد مظاهرې رواني دي، خو شېناواترا د يوې سياسې مصالحې له پاره د نوو ټاکنو وړانديز وکړ. مخالفين بايد اوس بيا هم په ټاکنو کي د ماتي خوړلو بيره ولري. لومړۍ وزيري ويلي دي چي د اوسنۍ کابينې پر ځای دي له کارپوهانو څخه يو انتقالي دولت جوړ سي او تر هغه وخته پوري دي دولتي چاري پر مخ بيايي.

«ټاکونکې ورځ»

د اعتراض کوونکی مشر سوتب تاکسوبان، د دولت د ړنګولو پرضد د دوشنبې ورځ د پراخو لاريونونو او ټاکونکې ورځ نومولې ده. سوتب ويلي دي چي نن به په خپله دغه پراخ لاريون د دولت پرضد په بنکاک کي رهبري کړي.

سوتب ويلي دي چي که نن خپلو هدفونو ته ونه رسيږي نو مظاهرو ته به د پای ټکی کښېږدي. سوتب ويلي دي چي «د خلکو شورا» بايد د دولت چاري پرمخ بوزي. خو ينګلک دغه وړانديز غير ديموکرات او له اساسي قانون سره په تضاد کي بللی او رد کړی دی.

په تايلند کي دغه اعتراضونه له هغه وروسته پيل سول چي لومړۍ وزيري ينګلک شيناواترا په نوومبر مياشت کي د عمومي عفو د يوه قانون مسوده پارلمان ته وړاندي کړه. د دغه قانون له مخي د هغې ورور پخوانی لومړی وزير تاسکين شېناواترا چي اوس په تبعيد کي ژوند کوي هم برخه من کېدی.

تاسکين شيناواترا په ۲۰۰۶ کال د دغه هيواد د سلطني پوځ له خوا را وپرځول سوي او وروسته د فساد په تور محاکمه سو. د تايلند په دغو اعتراضونو کي تر اوسه پوري پنځه تنه وژل سوي دي او په سوونو نور ټپيان سوي دي.

په بنکاک کی د نن ورځي د لاريونونو له اعلانولو سره سره بيا هم په دغه ښار کي کوم خاص امنيتي تدابير نه دي نيول سوي. ينګلک شيناواترا اعلان کړی دی چي پوليس به هغه مهال عمل کوي چي که مظاهره کوونکو د دولت او يا عمومي ودانيو ته د ورننوتلو کوښښ وکړ.