1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يهودي ديني مشرانو په المان کې د ختنې د ازادۍ غوښتنه وکړه

۱۳۹۱ تیر ۲۵, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15Y1I

په المان کي د يهودي او مسلمان هلکانو د سنت يا ختنه کېدنې د عقيدوی او ديني دود پر وړاندې د خنډونو د ليري کولو له پاره غږونه زيات سوی دي. په دې ترڅ کي د يهودي ديني مشرانو غونډې د المان پر حکومت غږ کړی دئ چي د دغه بنسټيزه عقيدوي او ديني دود د ساتنې له پاره قانوني لاري چاري برابري کړي.

دا تر هغه وروسته راپیښیږي چي څو ورځي مخکي د المان یوې محکمې د ماشوم هلکانو ختنه کیدنه د المان د اساسي قانون له مخې د ماشومانو پر حقونو تیری وباله او هغه ئې د ماشومانو پر ضد د جسمي زور زياتۍ جرم وگڼه. خو له بلې خوا د المان يهوديان او مسلمانان وايي چي د المان اساسي قانون د دين د ازادۍ تظمین ورکوي او د ماشوم هلکانو ختنه کونه يو ديني او عقيدوي دود دئ. د المان حکومت ويلي دي چي ډیر ژر به د يوه نوي قانون له مخې دغې ستونزې ته د حل لاره پیدا کړي.