يوتن لبنانی په 12 کاله بند محکوم سو او دبل محکمه پيل سوه
۱۳۸۶ آذر ۲۷, سهشنبهاعلان
په هغه بکس کي اېښوول سوی بم ځکه و نه چاودېدی، چي تخنيکي نيمګړتياوي يي لرلې. دغه تورن، چي جهاد احمد نوميږي د محکمي په وخت کي يي په دې باندي اعتراف کړی، چي د خپل يو بل ملګری سره، چي يوسف الحجيب نوميږي په ګډه د 2006 ميلادي کال د جولای د مياشتي په پای کي د آلمان د کلن د ښار د اورګاډی په تم ځای کي دوه بکسونه چي چاودېدونکي مواد پکښي وه، د اورګاو په دو واګونونو يا ډبو کي اېښي وه.
په دغه پېښه کي د حجيب په نامه نيول سوی تورن لبنانی محکمه به هم نن د جرمني په دوسلدورف ښارکي پيل سي.