1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوسفزی: طالبان ددې توان نه لري چي په امريکا کي ترهگر بريدونه وکړي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۶, پنجشنبه

څو ورځي د مخه د نيويارک په ټايمز سکوير نومې سيمه کي د يو ناکامه موټر بم په تور يو تن په خټه پاکستانی امريکايي خټه نيول سوی او پاکستاني طالبانو هم په امريکا کي د بريدونو گواښونه کړي ول...

https://p.dw.com/p/NFWD
د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله مسود
د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله مسودانځور: picture alliance / dpa

ژورناليست او کار پوه رحيم الله يوسفزی په پښور کي د المان ږغ راډيو سره په يوه ځانگړې مرکه کي وايي.

پاکستاني طالبانو يا د هغوئ نور ملګرو، لکه افغان طالبانو او القاعدې اعلان کړی، چي د امريکې پر خلاف د دوئ جنګ دی او وايي، چي دوئ هڅي کوي په عراق کي هم امريکايانو ته تاوان واړي.

خو پوښتنه دا ده چي آيا د پاکستاني طالبانو سره دومره طاقت سته، چي هغوئ د امريکا په داخل کي حملې وکړي.

دلته خلک داسي فکر کوي او زما فکر هم داسي دی، چي دوی سره دا طاقت نه سته. خو داممکنه ده، چي غربيان، چي کله مسلمان سي او د هغو ځيني دلته راسي، وزيرستان يا د پاکستان قبايلي علاقو ته، دلته دوئ له طالبانو سره رابطه ټينګه کړي او بيا له هغوئ سره ملګرتيا پيدا کوي او بيا له هغي وروسته هلته ځي په حملو لاس پوري کوي. دغه احتمال او امکان سته او مخکي هم دغسي خبره ول.

دا خبره صحيح ده چي دا سړی په پاکستان کي پيدا سوی دی، امريکې کي تعليم کړی دی، تير کال هغه ته د امريکې تابعيت ورکړ شو او پاکستان ته يي تګ او راتګ کاوه. دلته يي پلار دئ، مور يې ده، کورنۍ يې ده، هغه يو بل ورور لري، دوه خويندي لري، دا ټول صحيح دي.

د هغه خپل خپلوان او دوستان دلته وايي چي دي يو څو مياشتي مخکي پاکستان ته راغلي ؤ، نو ده لږ څه ږيره پريښوي وه. له دي مخکي هغه ږيره نه درلوده. دوي وويل چي مونږ حيران شو، ځکه د ده کورني ليبراله ده، سيکولار (دنياوي) فکر لري. يعني هسي مذهبي خلک نه دي چي سړي فکر کوي. نو هغوي وويل: «مونږ حيران شو او له فيصل څخه مو تپوس مو وکړ چي تا ولي ږيره پريښي ده؟». دوي بيا وويل چي دي ( فيصل) غلي پاتي شو.

نو خبره دا ده چي دا ممکن دي چي دي سړي کي څه بدلون راغلي وي او بيا ده له ځان سره فيصله کړي وي چي دي د بم جوړولو تربيت حاصل کړي، طالبانو سره رابطي جوړي کړي، بيا وعده وکړي چي « ځمه امريکي ته او بيا هلته د حملي کوښښ کومه». دا ډول يو څه ممکن دي. که څه هم د هغه کورني ديره مالداره ( شتمنه) کورني ده، ديري پيسي لري، د ده پلار د پاکستان د پوځ ستر افسر ؤ.

هغه هوايي مارشال ؤ. په 1990 کال کي دري کسان د پاکستان د هوايي ځواک د مشري لپاره کانديد شوي ؤ چي يو يي هم د فيصل پلار ؤ. خو هغه دغه مقام ته ونه ټاکل شو. زما په خيال دا بدلون چي په ده کي ( شهزاد فيصل) کي راغلي دي، دا به په امريکي کي راغلي وي. او بيا بيرته پاکستان ته راغلي دي او طالبانو سره رابطه ټينګه کړي، ښايي روزنه يي حاصل کړي وي، او بيا واپس امريکي ته په دي غرض ورغلي وي چي د يوي داسي حملي کوښښ وکړي.

عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل