1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوناما: د افغانستان په لويديځ کې د اوښتې ملکي مرک ژوبلې راپور خپور شو

۱۳۸۹ مهر ۲۰, سه‌شنبه

د افغانستان په غربي ولایاتو کی د ملګرو ملتونو سیاسی دفتر یا یوناما د بشر د حقونو څانګې د ۲۰۱۰ميلادی کال د تېرو شپږو میاشتو په اوږدو کی د ملکی کسانو د وژنی او ټپي کیدو راپور ورکړی.

https://p.dw.com/p/PcDX
په هرات کی د یوناما د دفتر د بشر د حقونو څانګی مامور محمد رضا شفايي خبري غونډ ته وينا کوله
په هرات کی د یوناما د دفتر د بشر د حقونو څانګی مامور محمد رضا شفايي خبري غونډ ته وينا کولهانځور: DW

يوناما وایی د تیر کال په پرتله ۳۱ سلنه زیاتې پېښې شوي دي چې لویه فیصدی د سرک د غاړی د ماینونو قربانیان یاد شوي دي. په دغه راپور لا د افغان دولت اومخالفو طالبانو نظر نه دی څرګند.

په هرات کی د یوناما د دفتر د بشر د حقونوڅانګی یوه مامور محمد رضا شفایی د دوشنبی په ورځ په یوه خبری غونډه کی وویل چې د تیر کال په تناسب د روان ميلادی کال په اوږدوکی د افغانستان موجوده جګړو کی د ملکی قربانيانو شمیر زیات ثبت شوی دی.

«دافغانستان غرب يعنې هرات، بادغیس، غور او فراه ولايتونو کی چې د یوناما دفتر کوم ارقام تثبیت کړي دي، د۲۰۱۰م کال له پیله بیا د جون میاشتی تر پایه ۹۷ پیښی رامنځته شوې دي چې په یوه نه یوه ډول یی ملکي وګړي زیانمن کړي دي. په دغو ارقامو کی ۸۲ ملکي وګړي مړه، ۹۲ تنه د ښځو او ماشومانو په ګډون ټپیان شوي دي.»

شفایي وایي د وژل شویو افرادو په منځ کې ۶۷ تنه د سرک د غاړې ماینونو له امله مړه دي.۲ تنه دولت پلوه کسانووژلي، د ۱۳تنو نوروعاملین څرګند نه دي. همداراز۹۲ تنه ټپیانو کې یی هم ګڼه ژوبل د ماینونو،ايیتلافي بمباریو، اودولت پلوه کسانو ډزو کې ژوبل یاد کړل.

د خبرو په دوام یی وویل ښایی پیښی او قربانیان له تر هغه څه لېرې پرتو سیموکې زیات وي، خو دوی ته یی راپور نه دی رسیدلی.

د ټول افغانستان په کچه یی راپور کې ۳۲۶۸ د تاوتریخوالي پیښې وګڼلې چې ۱۲۷۱تنه په کې مړه،۱۹۹۷ تنه یی ټپيان په ځای پریښودلي ول.

په وژل شویو کې ۱۲۰ تنه میرمنې مړې،۱۵۱ تنه ټپي، په ۳۸۹ زخمیانو سربیره یی ۱۷۶وژل شوي ماشومان وښودل.

په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله هغه یوه ستونزه ده چې څو پلا یې په وروستیو کلونو کې د ولسمشر حامد کرزي او نړیوالو متحدینو تر منځ هم د خوابدۍ اولفظي ناندریو لامل شوی دی.

دا چې په جګړه کې د ملکی تلفاتو شمېر څنګه کمیدلی شي، په هرات کې د بشري حقونو یوه فعاله میرمن دولت او وسله واله طالبانو ته داسی مشوره ورکوي: میرمن عزیزه وایی دولت اوطالبانوته نه ښایی چې د جګړې پر مهال ملکي وګړي هدف یا د سپر په ډول وکاروي. «دوی باید ملکي مېشتو سیمو کې جنګ ونه کړي.»

دافغانستان د غربي ولایاتو په کچه یی بادغیس کې د ملکي کسانو د وژنې شمیر زیات یاد کړ.خو د خبرو په دوام ښاغلي شفايي په روان کال کې دایتلافي ځواکونو د بمبار په پیښوکې اوښتی زیان لږ وګاڼه.

ليکونکی: شرفيار

کتونکی: عبدالباري حکيم