1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوناما په افغانستان کي خپل فعاليتونه کموي

۱۳۹۱ تیر ۷, چهارشنبه

ملګري ملتونه غواړي، چي په راتلونکو میاشتو کي په افغانستان کي خپل فعالیتونه یو پر پنځه را کم کړي. د ملګرو ملتونو له خوا یو خپور شوی رپوټ ښيي، چي د دې عامل د هغوی د بودجې ۱۸ سلنه راکمیدل دئ.

https://p.dw.com/p/15LvQ
انځور: Reuters

د ملګر ملتونو له خوا په خپاره شوي رپوټ کي راغلي دي، چي د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د همکارۍ ماموريت یا یوناما «UNAMA» به په راتلونکو میاشتو کي خپل یو شمیر دفترونه وتړي او په دې هیواد کي به د خپل راتلونکي نقش په اړه څېړني وکړي.

اوس مهال یوناما په افغانستان کي ۲۳ څانګي لري، چي اوس به ئې شمېر نهو ته راکښته شي. یوناما په غور او زابل کي وختي لا خپلي څانگي تړلي وې، او په پلان کي ده چي په نیمروز، بادغیس، دایکنډي، تخار، سرپل او اروزگان ولایتونو کي هم دغه دفترونه وتړل شي.

په رپوټ کي د ملگرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون، په حواله راغلي دي: «دغه پریکړه په افغانستان کي د ملگرو ملتونو بودجې او راتلونکي نقش ته په کتو سره سوې ده.»

بان کي مون زیاته کړې ده، چي د دغو څانگو تړل ښایي د ډیرو پېسو د نه مصرفیدو عامل شي. هغه زیاته کړې ده، چي مصرفونه باید نور هم را کم شي، چي ټاکل شوې بودجه وکولای شي پروژې تمویل کړي.

بان کي مون دغه راز زیاته کړې ده، چي یوناما به په افغانستان کي خپل یو شمیر کارکوونکي هم له کاره گوښه کړي. یوه بهرني دیپلومات چي د نوم د نه اخیستلو په شرط ئې خبري کړي دي، ویلي دي، چي یوناما به په افغانستان کي د خپلو کارکوونکو شمیر یو پر پنځه را کم کړي.

ویل کیږي چي په دې ترڅ کي به د یوناما ۵۰۰ افغان او بهرني کارکوونکي خپلي دندې له لاسه ورکړي. یوناما په افغانستان کي ۲۵۰۰ کارکوونکي لري. ويل سوي دي، چي یوناما به دغه راز په کابل کي خپلي یو شمیر ادارې سره یو ځای کړي. په دې ترڅ کي به د کوچنيانو او بشري حقونو ادارې هم سره یو ځای شي.

دغه ټول بدلونونه ځکه رامنځ ته کیږي، چي د راتلونکي کال له پاره د یوناما بودجه ۴۵ میلیونه ډالر راکمه شوې ده. د ۲۰۱۳ کال له پاره به یوناما د افغانستان له پاره ۱۹۶ میلیونه ډالره بودجه ولري، دا په داسي حال کي ده، چي تیر کال د هغوی بودجه ۲۴۱ میلیونه ډالر وه.

یوه غربي ديپلومات ویلي دي، چي یوناما غواړي د لږو پیسو په کارولو سره، ډیر څه وکړي. په خپاره شوي رپوټ کي د بان کي مون په حواله راغلي دي: «په افغانستان کي د یوناما د راتلونکي نقش په اړه غیر رسمي خبري اتري رواني دي. موږ به له افغانستان ملاتړ پخپل ټول توان سره وکړو، خو ښايي د ټولو ضرورتونو پوره کول یو څه ستونزمن کار وي.»

تر دې مخکي افغان حکومت هم له ملگرو ملتونو څخه غوښتي ول، چي په افغانستان کي خپلي څانگي لږ کړي او د هغوی مسئولیتونه افغان حکومت ته وسپاري.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل