1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوناني لومړي وزير د اعتماد رايه ګيري وګټله

۱۳۹۰ آبان ۱۴, شنبه

په يونان کي د جيورجيوس پاپندريو حکومت په ډېر لږ اکثريت سره د پارلمان د اعتماد رايې وګټلې. د ۲۹۸ حاضرو پارلماني غړو څخه ۱۵۳ غړو و پاپندريو ته د اعتماد رايي ورکړې. دا پرېکړه د جمعې په ماخستن ناوخته په اتېن کي وسوه.

https://p.dw.com/p/135WT
پاپندریو په ډیر کم اکثریت د اعتماد رای ګټلې
پاپندریو په ډیر کم اکثریت د اعتماد رای ګټلېانځور: dapd

په يونان کي د لومړي وزير جيورجيوس پاپندريو راتلونکې روښانه نه ؤ. په پارلمان کي د رايه اچونې څخه تر مخه هيڅ څوک پدې ډاډمن نه ؤ چي پاپندريو به د اعتماد رايي وګټي. هغه پداسي حال کي چي پخپله د پاپندريو د سوسيالستي ګوند بعضو غړو ګواښ کړی ؤ چي و خپل لومړي وزير ته به د اعتماد رايې ورنه کړي.

پاپندريو په پارلمان کي د رايي اچونې د پروسې د پېل څخه تر مخه يوه وينا واوروله. نوموړي پدغه وينا کي یو ځل بيا پر دې ټينګار وکړ چي د ډېوالي کېدو د ګواښ سره مخامخ هيواد يونان يوه نوي پېل ته اړتيا لري. نوموړي وويل چي د يورو د زون د سرمشريزي وروستۍ پرېکړي د يونان لپاره د آخري چانس معنی ورکوي. پاپندريو په خپله وينا کي په څو څو ځله د خپلې چوکۍ د خوشي کولو خبره وکړه:

«ما د بحث څخه هيڅ ډول موضوع نده خوندۍ کړې. حتی زما چوکۍ د بحث برخه ده.»

پاپندريو په خپله وينا کي وويل چي د اعتماد رايي د خپل راتلونکي کار لپاره اړيني بولي او دا چي د نوؤ ټاکنو او منځمهاله حکومت د جوړولو لپاره هم چمتو دی. د پاپندريو په وينا دی به نن (شنبه) ولسمشر ته حال ورکړي چي د منځمهاله پراخبنسټه ملي حکومت د جوړولو لپاره د مخالف حزب د مشرانو سره ليدنې پېلوي. پاپندريو په سمدلاسه توګه د نوؤ ټاکنو د تر سره کولو مخالفت وکړئ چي د نوموړي په وينا «د يوې فاجعې» معنی ورکولای سي.

د يونان په پارلمان کي د حزب اختلاف د ستر ګوند مشر انتونيس ساماراس پر خپل پخواني دريځ ټينګار وکړی چي يونان نوؤ ټاکنو ته اړتيا لري. د نوموړي په وينا هغه به د پاپندريو سره په يوه حکومت کي ونډه وانخلي او دا چي په سمدلاسه توګه ټاکنې غواړي.

د نوي ډيموکراسۍ نومي ګوند په سمدلاسه توګه د لومړي وزير پاپندريو د استعفی غوښتنه کړېده. د دغه ګوند د وياند په وينا يوازي هغه وخت به د لومړي وزير د سوسيالستي ګوند سره ائتلاف وکړي، چي پاپندريو استعفی ورکړي.

د راپورونو له مخي د يونان د مالي چارو وزير اېفانګېلوس وينيڅېلوس لومړی وزير پاپندريو پدې قانع کړی دی چي د منځمهاله حکومت تر مشرۍ تېر سي. خو پاپندريو د خپل ګوند څخه ملاتړ تر لاسه کړی چي د منځمهاله ائتلافي حکومت د جوړولو لپاره د خبرو اترو مشري په غاړه واخلي.

د يونان حکومت د نوؤ ټاکنو پر ځای د نوي ائتلافي حکومت د جوړولو هڅه کوي. اتېن پدې توګه هڅه کوي چي د نوؤ ټاکنو سره تړلی د ډېوالي کېدو ګواښ له منځه يوسي. يوناني سياستوال هڅه کوي چي د هغه وروسته ټاکنې تر سره کړي چې نړۍ وال ورسره د نورو اقتصادي مرستو ژمني وکړي.

د يادولو وړ ده چي د يونان لومړي وزير پاپندريو په هيواد کي د يورو د سرمشريزي د مرستو د پريکړو پر سر د ولسپوښتنې وړانديز کړی ؤ. دغه وړانديز په نړۍ واله توګه د ونډو په بازارونو کي وارخطايي او ناقراري رامنځ ته کړه چي پاپندريو وروسته تر خپل دغه وړانديز تېر سو.

د يونان هيواد په لوړه کچه پوروړی دی او د يورو پول د زون د نورو غړو هيوادونو و اقتصادي مرستو ته اړ دی. د نورو اقتصادي مرستو تر لاسه کولو لپاره يونان مکلف کړل سوی دی چي لا زياتي سپمونې وکړي چي له امله يې مخ له وړاندي لا په يونان کي سخت احتجاجونه تر سره سوي دي. يونان د پخوا په څېر اوس هم د ډېوالي کېدو د ګواښ سره مخامخ دی.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش