1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان ته د نوو پورونو پر ورکولو توافق وسو

۱۳۹۱ آذر ۷, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16qOK

د يونان هيواد د خپلو نړيوالو اقتصادي مرستندويانو څخه د نوو پورونو په ترڅ کي د ۴۴ ميلياردو يورو مشروطه منظوري تر لاسه کړې ده. دغه اندازه پيسې به د دسمبر مياشتي په کښتونو کي يونان ته ورکړل سي. دا خبر د يورو پولي واحد ډلي د سه شنبې په سهار وختي په يوه اعلاميه کي ورکړی دی. خو د دغه نوو پورونو د عملي کېدو له پاره باید لومړی د پورونو ورکوونکو هيوادونو پارلمانانونه دغه پورونه منظوري کړي، چي پکښې المان هم راځي. د المان د ماليې وزير ولفگانگ شويبله ويلي دي، چي هيله لري دغه اوونۍ به لا د آلمان په مرکزي پارلمان بندستاگ کي پر دغو پورونو رايي واچول سي. د نوموړي په وينا له دغو پورونو سره تړلي دوسيې بايد ژر تر ژر حاضري سي، چي په دې هکله د رايه اچونې تر مخه د دوسيو د کتلو له پاره کافي وخت پاته وي. د الماني وزير په وینا دغه يوه ډېره مغلقه معامله ده.