1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان ته په زرونو نور مهاجر رسېدلي

۱۳۹۴ بهمن ۲۶, دوشنبه

په آژه سمندرگي کې د انساني قاچاق وړونکو پر ضد د ناټو ماموریت تر پیلېدو دمخه، له ترکیې څخه یونان ته د مهاجرو د تگ هجوم دوام لري. د ملگرو ملتونو په وینا په روان کال کې ۷۶۶۰۷ مهاجر یونان ته رسیدلي دي.

https://p.dw.com/p/1HvX2
انځور: DW/D. Cupolo

د مهاجرو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمیسارۍ د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د روان میلادي کال له پېل راهیسې د فيبرورۍ میاشتې تر ۱۳مې نېټې پورې ۷۶۶۰۷ کډوال له ترکیې څخه یونان ته د آژه سمندرگي له لارې رسیدلي دي. د دوی زياتره سوريايان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیر میلادي کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۴۵۶۷ مهاجر راغلي ول. هغه مهال د مهاجرو ستره څپه لا نه وه پېل شوې. د مهاجرت نړیوال سازمان یا (IOM) د معلوماتو له مخې په آژه سمندرگي کې د روان میلادي کال له پېل راهیسې لږ تر لږه ۳۲۰ انسانان ډوب سوي دي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په ژمي کې له ترکیې څخه یونان ته د راتلونکو مهاجرو په شمیر کې کموالی راغلی وو. زیاته شوې ده چې د تیر کال په اکتوبر میاشتې کې د آژه سمندرگي د ترکي ساحل څخه د یونان ټاپوگانو ته ۲۱۱ زره مهاجر راغلي ول، چې په نوامبر مياشت کې دغه شمیر ۱۵۱ زره او په دسمبر میاشت کې ۱۰۸ زره کسانو ته راټیټ شوی وو.

د یونان د ساحلي څارونکو په وینا د مهاجرو په شمیر کې کموښت د خراب موسم له کبله رامنځ ته شوی وو. د یونان په خیوس ټاپو کې یوه ساحلي څارونکي د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې دوی انتظار باسي چې په پسرلي کې څه پیښږي.