يونان: زيات مهاجر خپلو هيوادونو ته ستنېدل غواړي
۱۳۹۵ خرداد ۲۸, جمعه
د يونان حکومت وايي، له کوم وخت راهيسي چي د مهاجرو پر مخ د بالکان مسير تړل سوی دی، د هغو پناه غوښتونکو شمېر هم ډېر سوی دی چي خپل هيواد ته ستنېدل غواړي.
د يونان د کډوالو وزير لوآنيس موڅولاس د جمعې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جون ۱۷مه نېټه) په يوه تلويزيون کي د رسنيو هغه راپورونه تائيد کړل چي له مخي يې د بېرته ستنېدونکو مهاجر شمېر زيات سوی دی.
د دغو راپورونو له مخي د هغو پناه غوښتونکو شمېر مخ پر زياتېدو دی، چي د يونان او ترکيې تر منځ د مېريک سيند له لاري بېرته ترکيې ته ځي.
دا چي د دغو بېرته ستنېدونکو مهاجرو شمېر څومره دی؟ د يونان وزير يې په هکله نور معلومات ور نه کړل. خو هغه وويل: «موږ مخ په زياتېدونکې توګه داسي مهاجر لرو، چي غواړي بېرته خپلو پلرني هيوادونو ته ستانه سي.»
اروپا ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته موندلای سئ
د جمعې په ورځ د يونان له خوا په خپرو سوو رسمي شمېرو کي راغلي دي چي دمګړۍ په يونان کي ۵۷۰۰ پناه غوښتونکي موجود دي. د کډوالۍ له پاره د يونان ځانګړي وزير ويلي دي چي د دغې قضيې د حل له پاره «کومه آسانه لاره نسته.»
د هغه په وينا ښايي له دغه شمېر مهاجرو څخه اکثر تر زيات وخت پوري په يونان کي پاته سي. نوموړي زياته کړه:«دا به تقريبا د ۳۰ زرو په شاوخوا کي انسانان وي.» د دغه وزير مقصد د هغو مهاجرو څخه ؤ چي ښايي زيات وخت په يونان کي پاته سي.
د لوآنيس موڅولاس په وينا د يونان چارواکي هغو مهاجرو ته لومړيتوب ورکوي، چي عمرونه يې کم او بې له سرپرسته يونان ته راغلي دي. دا په داسي حال کي ده چي د چهارشنبې او پنجشنبې تر منځ د آژې سمندر و ټاپوګانو ته هيڅ نوي مهاجر نه دي ورغلي.