1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان غواړي د سپما په خپله تگلاره کي نرمښت راولي

۱۳۹۱ تیر ۴, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15KVw

د يونان هيواد نوی حکومت غواړي چي په سپما کي لږوالی راولي. د يورو پول واحد دغه هيواد چي د قرضو د بحران سره مخامخ دئ، د يورو د نورو غړو او نړیوال وجهي صندوق څخه ئې په دې شرط اقتصادي مرستي تر لاسه کړي وې، چي د سپما خپل پروگرام به پر مخ بيايي.

خو د يونان نوي ائتلافي حکومت چي پر محافظه پال، سوسياليستي او کيڼ اړخه گوندونو ولاړ حکومت دئ، د ائتلافي حکومت د تړون په مسوده کي ئې په سپما کي د لږوالي راوستلو پر سر توافق کړی دئ. په دې ترڅ کي به په يونان کي ځیني لگول سوي ماليې بېرته لغوه کړل سي.

حکومت د دې تر څنگ په پام کي لري چي نور حکومتي کارکونکو له دندو گوښه نه کړي لکه چي په پام کي نيول سوې وه. د يونان د حکومت د دغه نوي تگلاري د عملي کېدو له پاره د قرضو ورکوونکو همکاري اړينه ده. المان یونان ته د هغو پور ورکوونکو هيوادونو څخه يو دئ، چي پر دې ئې ټينگار کړی وو چي يونان بايد د سپما خپلې ژمني پوره کړي. د نړیوال وجهي صندوق، اروپايي مرکزي بانک او اروپايي ټولنې اقتصادي څارونکي به د دوشنبې په ورځ په اتن کي خپله غونډه ولري.