1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان وايي د مهاجرو د بيرته منلو توان نه لرو

۱۳۹۶ فروردین ۴, جمعه

يونان وايې د هغه پناه غوښتونکو د منلو له پاره دومره مالي توان نه لري چې د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه يې غواړې بيرته ورولېږي.

https://p.dw.com/p/2ZtU0
Griechenland Flüchtlingsbüro
انځور: picture alliance/NurPhoto/P. Tzamaros

د يونان د بهرنيو چارو وزير نيکوس کوتزياس، له آلمانۍ ورځپانې "ولت" سره په مرکه کې وويل: «ځيني هيوادونه ګومان کوي چي دوی کولای شي د ايټاليا له سويل څخه د پناه غوښتونکو د ځاي پر ځاي کيدلو له پاره د يوي تړلي فضا په توګه کار واخلي.» د هغه په وينا دغه ډول چلن د اروپايي اتحاديې له ارزښتونو سره اړخ نه لگوي.

اروپايي کمېسون له يونان څخه غواړي، هغه پناه غوښتونکي ومني چې د اروپاي اتحاديې له نورو غړيو هيوادونو څخه بيرته يونان ته  ليږدول کيږي. خو يونان بيا دغي غوښتني ته د رد ځواب ورکړی.

د يونان د بهرنيو چارو وزير وايې، هيواد يې د هغه پناه غوښتونکو د منلو له پاره  مالي توان نه لري چې د اروپایي اتحاديې له شمالي غړيو هيوادونو څخه يونان ته لیږدول کيږي.

يونان له اروپايي اتحاديې څخه د پناه غوښتونکو له خوا په رامنځ ته شوي بحران کې د لا زيات ملاتړ غوښتونکی دی. د يونان د بهرنيو چارو وزير له  "ولت" سره په مرکه کې زياته کړې: «د اروپايي اتحاديې ډير غړي هيوادونه يوازي  کم شمير پناه غوښتونکي قبلوي او د پناه غوښتونکو په برخه کي زموږ سره، د کړو ژمنو لږ عملي کړي دي.»

د يونان د بهرنیو چارو وزیر وويل: «په راروان دوبي کي د پناه غوښتونکو د نوی بهير په وړاندي مقابله زموږ له توانه وتلې ده.»

پر يونان د اروپايي کمېسون فشار او د دوبلین پريکړه ليک

په تير کال کې د پناه غوښتونکو د کنترول له پاره چې له ترکيې سره توافق وشو د يونان له پاره خاص ارزښت لري. د ۲۰۱۶م کال تر پيله پوري هره مياشت په لسونو زره پناه غوښتونکو د آژه درياب له لاري ځانونه يونان ته رسول.

په روان کال کي د  مارچ مياشتي تر نيمايي پوري د مهاجرو شمېر تر درو زرو پوري ورسید. يونان له دې انديښنه لري چې د انتخاباتي کمپاينونو په کشمکش کې د ترکيې او اروپايي اتحاديې تر منځ دغه تړون به د ترکيې له خوا فسخ شي او د پناه غوښتونکو نوی بهير به د يونان پر لور پيل شي.

په دې منځ کي اروپايي کمېسون هم غواړی هغه پناه غوښتونکي چې لومړی يونان ته راغلی او بیا له هغه ځايه نورو هیوادونو ته تللي بیرته يونان ته وليږدوي. دا د دوبلین د پريکړه لیک له مخي کوي چې له مخي يې هغه پناه غوښتونکي چې په لومړي سر کې په کوم هيواد کي خپل نومونه ثبت کړي، هماغه هيواد ته بیرته ليږدول کيږي. دغه پريکړه ليک د يونان په اړه په ۲۰۱۱م کال کي له دي کبله وځنډيد چې، په دغه هيواد کي د پناه غوښتونکو په سیستم کي کمښت شتون لاره.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: