1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان ځيني افغان مهاجر بيرته ترکيې ته لېږلي دي

۱۳۹۵ مهر ۲۳, جمعه

د يونان او ترکيې ترمنځ دوه اړخيز تړون له مخي يونان ترکيې ته ځيني افغان مهاجر لېږلي دي. ځيني نور بیا د اروپايي ټولني او ترکيې ترمنځ تړون له مخي له يونان څخه بيرته ترکيې ته لېږل سوي دي.

https://p.dw.com/p/2RDYm
Griechenland Lesbos Flüchtlingslager in Moria
انځور: Reuters/M. Lagoutaris

د يونان چارواکو ويلي دي چي د دوی او ترکيې ترمنځ دوه اړخيز تړون پراساس ۳۰ تنه افغان مهاجر بيرته ترکيې ته لېږل سوي دي. پوليسو ويلي دي چي دغو مهاجرو په يونان کي د پناه غوښتنه نه وه کړې.

دا لومړی وار دئ چي د يونان او ترکيې ترمنځ تړون پراساس له يونان څخه ترکيې ته مهاجر لېږل کي. تر دې دمخه يوازي د اروپايي ټولني او ترکيې ترمنځ تړون پراساس له يونان څخه ترکيې ته مهاجر لېږل کېدل.

د پنجشنبې په ورځ يونان د اروپايي ټولني او ترکيې ترمنځ تړون پراساس ۲۵ تنه نور مهاجر چي افغانان هم پکښې ول بيرته ترکيې ته اجراج کړل. د يونان چارواکو ويلي دي چي دا هغه مهاجر ول چي په يونان کي ئې د پناه غوښتنه و نه منله سوه.

د يونان پوليسو د جرمني خبري آژانس ته ويلي دي چي په دغه ډله کي شپږو کسانو پخپله خوښه د پناه غوښتنه بيرته اخيستې وه. پوليسو ويلي دي چي دغه ټول مهاجر په یوه کښتۍ کي د ترکيې ديکيلي بندر ته لېږل سوي دي.

د اروپايي ټولني او ترکيې ترمنځ تړون له مخي بايد ټول هغه مهاجر چي اوس له ترکيې څخه د يونان ټاپوگانو ته رسیږي، بايد بيرته ترکيې ته ولېږل سي. اروپايي ټولنه به بيا په بدل کي په قانوني توگه له ترکيې څخه مهاجر مني.

د يونان چارواکي وايي، هغه مهاجر چي غواړي په يونان کي د پناه غوښتنه وکړي په دغه هيواد کي به ئې دوسيه وڅېړل سي او هغه چي نه غواړي بيرته بايد له دغه هيواده ووځي.

يوازي د آژه درياب د څنډو په ټاپوگانو کي تر ۱۵زره زيات مهاجر پراته دي چي په يونان کي ئې د پناه غوښتنه کړې او اوس د جواب په تمه دي. په دوی کي په سونو افغانان هم شامل دي.

د يونان په ټاپوگانو کي دمهاجرو دغه شمېر د تيري مياشتي په پرلته دوه زره زيات سوی چي دا پخپله ښيي چي يونان ته اوس هم ډېر مهاجر روان دي.

له هغه وخت راهيسي چي د اروپايي ټولني او ترکيې ترمنځ تړون عملي سوی، له يونان څخه بيرته ترکيې ته ۶۶۸ مهاجر لېږل سوي دي.

نور مطالب