1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونيسف: آلمان کي د مهاجرو تر منځ فرق کيږي

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ تیر ۱, سه‌شنبه

د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو صندوق په آلمان کي د مهاجر ماشومانو پر وضعه اندېښنه ښودلې ده. د ياد سازمان رئيس ويلي چي زيات ماشوم مهاجر د تبعيض سره مخ دي.

https://p.dw.com/p/1JAMb
Deutschland Flüchtlinge in München Hilfe
انځور: DW/M. Gopalakrishnan

د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو د صندوق (Unicef) له خوا د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د جون ۲۱مه نېټه) يو راپور خپور کړل سو. په دغه راپور کي ويل سوي چي دغه سازمان په آلمان کي د مهاجرو ماشومانو د وضعې په تړاو اندېښنه لري. ويل سوي چي مخ په زياتېدونکې توګه د پناه غوښتونکو ماشومان د تبعيض سره مخامخ دي.

دغه راپور چي د آلمان په کولون ښار کي خپور کړل سو، پکښي راغلي چي د مهاجرو ماشومان د وخت په تېرېدو سره د لا زيات وخت له پاره په داسي چاپيريال کي ساتل کيږي چي د ماشومانو له پاره نامناسب وي.

د يونيسف د دغه راپور په حواله په آلمان کي د مهاجرو ماشومان په مياشتو مياشتو يا خو د حفاظت، روغتيايي مراقبت او تعليم په څېر حقونو څخه په بشپړه توګه بې برخي وي او يا يې يادو حقونو ته لاس رسی ډېر محدود وي.

«د هغوی تر منځ فرق کيږي»

په دغه راپور کي زياته سوې چي «په عينی حال کي د مهاجرو د ماشومانو د ډلو تر منځ فرق کول مخ په زياتېدو دی. د دغو مهاجرو د پلرني هيواد او په آلمان کي د هغوی د پاته کېدو د امکاناتو پر اساس د هغوی تر منځ فرق کيږي.»

په آلمان کي د يونيسف مسؤل مشر کرسټيان شنايډر وويل چي د مهاجرو ماشومانو زيات وختونه مظالم او تاوتريخوالی تجربه کړی وي او له همدې کبله زياتره يې بېرېدلي وي. د هغه په وينا له همدې کبله دغه ماشومان زيات حفاظت او مراقبت ته اړتيا لري. هغه زياته کړه: «ټول ماشومان يو شان حقونه لري، دا بېله توپيره چي له کوم هيواد يا ډلې سره تړاو لري او يا څه ډول د پاته کېدو اقامه يا ويزه لري.»

«د ۲۰۱۴ کال نيمګړتياوي پر ځای پاته دي»

خو يونيسف ويلي چي په ۲۰۱۴ کال چي يې په آلمان کي د مهاجرو د ماشومانو د وضعې په تړاو کومي نيمګړتياوي په ګوته کړي وې، هغه نوري نه دي پسي جدي سوي، خو پر ځای پاته دي. د دغه سازمان په وينا په اضطراري او عبوري کمپونو کي د مهاجرو د ماشومانو مخ په اوږدېدو قيام اندېښمن کړی دی. د دغه سازمان په وينا په دغو لومړي او اضطراري کمپونو کي اکثره وخت د ماشومانو او ځوانانو له پاره رواني مرستي او نور بنسټيزه ضرورتونه لکه توشنابونه، غسل خانې او ورته اړتياوي په اړين مقدار کي نه وي موجودي.

د يونيسف په وينا په آلمان کي د مهاجرو په کمپونو کي زيات وختونه د ماشومانو د مصروفولو، د هغوی د ساعت تېري او ځانته کېدو د اړتياؤ کمښت وي. زياته سوې چي په همدې شان د تاوتريخوالي څخه د ماشومانو او ښځو د حفاظت او امنيت له پاره په اړينه اندازه ځايونه او امکانات نه دي برابر.

په ادغام کي خنډونه

د ماشومانو له پاره ملګرو ملتونو صندوق يونيسف په آلمان کي د مهاجرو د ماشومانو د وضعې په تړاو په خپل راپور کي زياته کړې ده چي په کمپونو کي د مهاجرو د ماشومانو اوږد قيام په ښوونځيو او کودکستانونو کي د هغوی د ژر ادغام مانع ګرځي.

دغه سازمان نيوکه کړې چي په وينا يې په آلمان کي د مهاجرو تر منځ د هغو کسانو د پېژندلو پروسه هم ډېره سسته ده چي په ترڅ کي ورڅخه د حفاظت اړتيا لرونکي کسان ژر وپېژندل سي او د هغوی سره مرسته وسي. په دې ترڅ کي ماشومان، کمسنه ځوانان، ښځي، سپينږري او ناروغان د بېلګي په توګه ياد سوي دي.

يونيسف دا نيوکه هم کړې ده چي د پناه غوښتنې د پروسې په جريان کي د ماشومانو د بهترۍ او د هغوی ستونزو په تړاو اړين اقدامات نه کيږي.