1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه اتريشي نارينه سالم ماشوم و زېږيوی

۱۳۹۵ اسفند ۹, دوشنبه

تر اوسه مو اورېدلي ول چي له يوه نارينه څخه دي ماشوم و زېږي؟ دغه شان يوه پيښه په اتريش کي سوې ده. دا لومړی وار دئ چي په اتريش کي يو نارينه ماشوم زېږوي.

https://p.dw.com/p/2YISM
Deutschland Säugling
انځور: picture alliance/ZB/A. Burgi

په اتريش کي له يوه نارينه څخه کوچنی پيدا سوی. د اتريش خبري آژانس د دغه هیواد د «کلاينه تسايتونگ» ورځپاڼي په حواله ليکلي دي چي، دغه نارينه چي مخکي ښځه وه او په عمليات سره ئې جنسیت بدل کړی او خپل رحم ئې ساتلی وو اوس له يوه بل نارينه سره ژوند کوي. د ورځپاڼي په خبره ماشوم په طبيعي ډول زېږېدلی دئ.

د دغي ښځي د جنسيت د بدلون عمليات چي نارينه سوی وو ډاکترانو کړی وو او اوس يې د اتريش په گراتس ښار کي ماشوم زېږولی دئ. دغي کورنۍ د ماشوم د زېږون په اړه له رسنيو سره له خبرو کولو څخه ډډه کړې ده.

په نړۍ کي دغه شان پيښي ډېري لږ پېښيږي. تر ټولو مشهوره پيښه چي تر اوسه پوري په رسنيو کي مطرح سوې وه هغه په ۲۰۰۸م کال کي د يوه ترانس سکشوال (تراجنسيتي) امريکايي «توماس بيتي» وه چي په نړۍ کي لومړی نارينه وو چي اميندواره سوی وو.

هغه خپلي مېرمني ته درې اولاده ډالۍ کړل
هغه خپلي مېرمني ته درې اولاده ډالۍ کړلانځور: picture-alliance/AP Photo/M. York

«بيتي» چي له زېږېدو څخه ئې نوم «تريسي» وو په ۱۹۹۸م کال کي ئې جراحي عمليات وکړ او جنسيت ئې بدل کړ. هغه خپلي مېرمني ته درې اولاده ډالۍ کړل، ځکه د هغه مېرمن له ده څخه نه اميندواره کېدله وروسته بيا «بيتي» پريکړه وکړه چي خپل له بدنه ټول ښځينه جنسي ارگانونه وباسي.

ترانس سکشوالی هغه چا ته وايي چي متناقض جنسيتي هويت لري، د بېلگې په توگه ممکن يوه کس جنسي غړي د نارينه وي خو جنسيتي شخصيت ئې د ښځي وي يا برعکس.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: