1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ازبک وگړي د اوباما د وژلو د پلان جوړول ومنل

۱۳۹۰ بهمن ۲۲, شنبه

یوه ازبک چي امريکا ته د زده کړو له پاره تللی وو په محکمه کي د بارک اوباما د وژلو د پلان جوړول منلي دي. اولغبیگ قادروف ۲۲ کلن دئ.

https://p.dw.com/p/141qK
انځور: dapd

قادروف د جمعې په ورځ پر هغه لگول شوي تورنه و منل. پر قادروف د ولسمشر بارک اوباما د وژلو د پلان د جوړولو تور لگول شوی دئ.

پر اولغبیگ قادروف د ولسمشر د وژلو د پلان د جوړولو سربیره د غیر قانوني وسلو د درلودلو او له ترهگرۍ سره د ملاتړ کولو تورونه هم لگول شوي دي.

قادروف ویلي دي چې هغه د ازبکستان د اسلامي جنبش له یوه احتمالي غړي سره په تماس کې وو. د قادروف په خبره هغه دغه کس د امیر په نوم پیژنده. قادروف ویلي دي چې امیر هغه ته د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د وژلو وړاندیز کړی وو.

قادریوف غوښتل چې بارک اوباما د ټاکنو د کمپاین پر مهال ووژني ځکه چې په دغه وخت کې اوباما زیات له خلکو سره په تماس کې وي.

ویل شوي دي چې قادروف خپل یوه ملگري ته ویلي وو چې دې دا کار د اسلام له پاره تر سره کوي.

بشپړ پلان

امریکایي پولیسو ۲۲ کلن قادروف له هغه وروسته ونیوه چې هغه د وسلو د پلورلو له یوه پلورنځي څخه یوه وسله واخیسته او بیا ئې هڅه وکړه چې له یو مخفي پولیس څخه لاسي بمونه راونیسي.

چارواکو ویلي دي چې قادروف د ولسمشر اوباما د وژلو له پاره پلان جوړ کړی وو او د عملي کولو له پاره ئې له خلکو څخه د مرستي غوښتنه کوله.

قادروف په ۲۰۰۹ کال کې د زده کوونکي د ویزي په درلودلو سره متحده ایالاتو ته سفر وکړ. په ۲۰۱۰ کال کې د هغه د ویزي موده پای ته ورسیده خو قادروف لا هم په متحده ایالاتو کې پاته شو.

قادروف ښایي د ۳۰ کلونو په بند محکوم شي او وروسته له دې مودې بیرته ازبکستان ته واستول شي.

مسعود جهش (د فرانسي خبري آژانس، اسوشیتد پرس)
کتونکی: سید ریاض