1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه افغان عسکر دوه تنه امريکايي سرتېري ووژل

۱۳۸۶ اردیبهشت ۱۷, دوشنبه

په کابل کې د څرخي پله زندان مخې ته دوه تنه امريکايي عسکر د يو افغان سرتېري له خوا ووژل او دوه تنه نور امريکايان په ډزو کې ټپيان شول. د افغانستان د پوځ وياند جنرال عظيمي د اي اف پي خبري اژانس په وړاندې د طالبانو هغه ادعاوې رد کړې چې گواکې نوموړی عسکر د طالبانو د ډلې غړی و او د طالبانو دغه راز ادعا يې درواغ وبلله.

https://p.dw.com/p/DK9w
نوموړی عسکر سمدلاسه د نورو افغاني عسکرو لخوا وويشتل شو
نوموړی عسکر سمدلاسه د نورو افغاني عسکرو لخوا وويشتل شوانځور: AP
جنرال عظيمي وويل چې نوموړی عسکر دوه ځله د ورپېښې روحي ناروغۍ په وجه بستر شوی و. نوموړي دا هم وويل چې پلټنې پيل شوي دي او د عسکرو له کورنيو سره يې غمشريکي وښودله. دا په داسې حال کې ده چې د کابل په ختيځ کې يو تن زلمی د توغندويو په بريد کې ووژل شو. پنځه تنه نور د يوه ماشوم په گډون ژوبل شوي دي.