يوه افغان مهاجر تر لارۍ موټر لاندي ۴۰۰ کيلومتره سفر کړی
۱۳۹۵ شهریور ۳, چهارشنبهد فرانسې خبري اژانس د پولیسو په حواله وايي چې دغه افغان مهاجر د لارۍ په لاندینۍ برخه کې ځان په کمربندونو تړلی وو.
د رپوټونو له معلوماتو سره سم، د اټالیا د نیپلز ښار نه روم ته پر لویه لار، ځینو موټر چلوونکو دغه افغان مهاجر د لارۍ په لاندینۍ برخه کې لیدلی وو او سمدلاسه یې پولیسو ته خبر ورکړی.
په کومه لارۍ کې چې دغه افغان مهاجر پټ وو، هغه له ترکيې څخه د هسپانیا پر لور روانه وه. پولیسو د خبر ترلاسه کولو وروسته دغه لارۍ موټر درولی او افغان مهاجر یې نیولی دی. ویل کیږي چې دغه افغان مهاجر په دې ډول ۴۰۰ کیلومتره اوږد مزل کړی دی.
د لارۍ چلوونکي په حواله، هغه نه پوهید چې په لارۍ کې څوک پټ دی. پولیسو د بلغاریا هیواد استوګن دغه لارۍ چلوونکی نه دی نیولی او خپل سفر ته د ادامه ورکولو اجازه یې ورکړې ده. هغه له ترکیې څخه د هسپانیا پر لور سفر درلود.
تر نیول کیدو وروسته دغه افغان مهاجر ویلي دي چې انساني قاچاق وړونکو ته یې ۹۰۰ یورو ورکړي او هغه ته یې د دې سفر کولو لار وښوده. دغه افغان مهاجر همدا راز وايي چې په دې ډول سفر ستونزمن وو خو ناممکن نه وو. هغه وايي: «ما په افغانستان کې له دې نه ډیر سخت حالت تیر کړی دی نو له دې امله دغه سفر ماته ډیر مشکل نه وو.»
د رسنیو د خبرونو په حواله ویل کیږي چې تر نیول کیدو وروسته دغه افغان مهاجر ته طبې مرستي هم ورکړل شوي دي. پولیس وايي چې هغه نه غوښتل په اټالیا کې د پاتېدو غوښتنه وکړي نو له همدې امله هغه ته اووه ورځي وخت ورکړل شوی، څو له اټالیا څخه بیرته ووځي.
د روان کال له پیل راهيسي شاوخوا یو لک مهاجر ايټالیا ته داخل شوي دي. له دوی څخه زیاتره یې نه غواړي په ايټالیا کې ثبت شي، ځکه دوی غواړي د شمالي اروپا هیوادونو ته ځانونه ورسوي.
دغه افغان له SKY TG24 ټلویزون سره په مرکه کې وویل چې هغه غوښتل فرانسې ته ولاړ شي، ځکه هلته د هغه خپلوان استوګن دي. هغه همدا راز وویل چې د هغه مور او ورور په سویزرلنډ کې ژوند کوي.