1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه افغان مهاجر ماشوم ميرکل ته څه وويل؟

۱۳۹۵ آذر ۹, سه‌شنبه

د جرمني صدراعظمه ميرکل په يوه گوندي غونډه کي له دوو بېلابېلو غبرگونونو سره مخامخ سوه. لومړی ئې د گوند يوه غړي د هغې د استعفا غوښتنه وکړه، او وروسته بيا يوه افغان مهاجر ماشوم له اوښکو په ډکو سترگو له هغې څخه مننه وکړه.

https://p.dw.com/p/2TRFg
Heidelberg Merkel und afghanischer Junge auf CDU-Regionalkonferenz
انځور: picture-alliance/dpa/U. Anspach

د جرمني د لومړۍ وزيري مېرمن انگلا ميرکل له پاره د دوشنبې ورځ له دوو بېلابېلو احساسو ډکه ورځ وه. لومړی ئې د گوند په سيمه ايز کنفرانس کي د هغې د گوند يعني مسيحي ديموکرات (سي.دي.يو) يوه غړي اولريش زاور، په دې خاطر نيوکه وکړه چي ولي ئې د څلورم وار له پاره ځان صدراعظمۍ ته کانديد کړی او بايد استعفا وکړي.

هغه پر ميرکل نيوکه وکړه، چي د مهاجرو سياست په برخه کي ئې «داسي بار زموږ پر اوږو راکړی چي ژر به ځنې خلاص نه سو.» هغه ميرکل ته په خطاب وويل: «مخکي تر دې چي هغه خرابۍ چي رامنځ ته کړي مو دي، نوري هم ستري سي، همدا اوس استعفا وکړه.»

د میرکل د بیا نوماندیدو پر وړاندې غبرګونه څه ډول دي؟

تر دې وروسته د دغه گوند يوه پلوي چي له مهاجرو سره مرسته کوي، د ادريس په نوم يو افغان مهاجر غونډي ته معرفي کړ. د غونډي په يوه کتار کي ناست يوه افغان خپل کوچنی زوی په لاسونو کي پورته کړی وو، څو ميرکل وويني. ادريس په جرمني ژبه وويل: «مېرمن ميرکل زه غواړم ستاسو څخه مننه وکړم.» او زياته ئې کړه: «زه ډېر ډېر خوشحاله يم.»

ميرکل په دې خاطر چي دغه افغان ماشوم توانېدلی په ډېر لنډ وخت کي «ډېره جرمني ژبه زده کړي» هغه وستايه او ورته ويې ويل چي د ژبي زده کړي ته دوام ورکړي.

کله چي ادريس وويل، غواړي صدراعظمي ته لاس ورکړي، انگلا ميرکل هغه ته ورغله او ادريس په داسي حال کي چي له سترگو ئې اوښکي رواني وې هغې ته لاس ورکړ.

نور مطالب: