1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه افغان پوليس خپل لس تنه ملګري وژلي

۱۳۹۴ بهمن ۶, سه‌شنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ سهار وختي یوه پولیس لومړی خپل لس تنه ملکري بی هوښه کړي او بیا یې ویشتلي دي. دا په تیرو څو وروځو کې دویم ځل دی چې يو پوليس پر خپلو نورو ملګرو باندي ډزي کوي.

https://p.dw.com/p/1HjuE
Anschläge in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

افغان امنيتي چارواکو ویلي دي چې پېښه نن د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۲۶مه)د روزګان ولایت په چینارتو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د هغوی په خبره دغه پوليس د خپلو ملګرو تر وژلو وروسته، د هغوی وسلې هم له ځان سره وړي دي.

د روزګان ولایت ویاند دوست محمد نایاب، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «زموږ څېړني ښیي چې دغه پولیس له طالبانو سره یوځای شوی. هغه لومړی خپل ملګري بې هوښه کړي دي او په هماغه حالت کې یې هغوی وژلي دي.»

د روزګان د امنیې قومندانۍ مرستیال رحیم الله خان، هم دغه پیښه تائید کړې ده او ویلي یې دي چې اوس د وژونکي کس د موندلو له پاره عملیات پيل شوي دي.

له بلې خوا بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د پیښې په اړه بل ډول معلومات ورکړي دي. هغه ویلي دي چې نهه تنه پولېس په چینارتو ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې پوستي باندې د دوی د جنگيالیو په يوه برید کې وژل شوي دي.

په وروستیو کلونو کې ډیري داسې پیښې رامنځ ته شوې دي چې په ترڅ کې يې د افغان امنيتي ځواکونو غړي پر خپلو ملګرو باندي بریدونه کړي دي.

د جنورۍ میاشتې پر ۱۷مه نېټه په ارزګان ولایت کې درو پوليسو خپل ۹ ملگري ووژل او په تېښته بريالي شول. په دغه پوسته کي ملي او محلي پوليس يو ځای اوسېدل.

د کارپوهانو په اند، ستونزه داده چي په ځينو سیمو کي داسي کسان د پولیسو لیکو ته جذبیږي چي په اړه ئې هيڅ معلومات نه وي، یوازي د انډيوالۍ په معیار په ځانګړي ډول په سیمه ایزو پولیسو کي د مقررۍ لوی اصل دی، چي هغه بیا دغسي ناوړه پيښي زېږوي.