يوه افغان ښوونکي دوه تنه امريکايي سرتيري ووژل
۱۳۹۰ اسفند ۱۱, پنجشنبهد کندهار د ژړۍ ولسوالۍ ولسوال نیاز محمد سرحدي، ویلي دي چې یو افغان ښوونکي په دغه ولسوالۍ کې د ټوپک خوله پر امریکایي ځواکونو ور اړولې او دوه تنه امریکایي سرتیري ئې وژلي دي.
پيښه د ژړۍ ولسوالۍ د سنگيسار په سيمه کي تيره شپه د ملي اردو او نړيوالو ځواکونو په گډه قراگاه کي رامنځته سوې ده.
د ولسوال په خبره دغه ښوونکی وحيدالله نوميدئ او د وردگو ولايت د چک ولسوالۍ اوسېدونکی وو:
«دغه ښوونکي په دې قراگاه کي د کاردان مؤسسې له خوا د ملي اردو سرتيرو ته د سواد زده کړه ورکوله.»
ولسوال په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې د امریکایي سرتیرو له خوا په ډزو کې بیرته دغه روزونکی او یو افغان سرتیری وژل شوی دئ.
د هغه په وینا دغه پیښه نن د پنجشنبې په ورځ «د ۲۰۱۲کال د مارچ د میاشتي لمړۍنیټه» په ژړۍ ولسوالۍ کې د ناټو په یو پوځي مرکز کې رامنځته شوې ده. خو د پیښي اصلي علت لا تر اوسه نه دئ معلوم.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویلي دي چې دوو تنو چې یو ئې د افغانستان د ملي اردو یونیفورم اغوستی وو د ایتلافي ځواکونو پر سرتیرو ئې ډزي کړي دي، چي په ترڅ کې ئې دوه تنه بهرني سرتیري وژل شوي دي. خو په دې اړه ئې د نورو جزئیاتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده.
تیره اونۍ د بگرام په هوایي ډگر کې د یوه امریکایي سرتیري له خوا د قرآن د سوځولو تر پیښي وروسته تر اوسه ۶ تنه بهرني سرتیري د خپلو افغان همکارانو له خوا وژل شوي دي.
د آلمان خبري آژانس/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل