1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه افغان يو امريکايي عسکر په چاړه وژلی دی

احمد ولي اڅکزی (AP)۱۳۹۲ فروردین ۱۲, دوشنبه

امريکايي چارواکو منلې ده چي د افغانستان په ختيځ کي د دوی يو عسکر له هغه وروسته ووژل سو، چي د کوچنيانو سره د بازيو پر مهال يو ځوان پر غاړه په چاړه وواهه. ويل کيږي چي بريد کوونکی په تېښته بريالی سوی دی.

https://p.dw.com/p/187kY
A U.S. soldier keeps watch near the site of a car bomb blast in the city of Kandahar February 5, 2012. The car bomb in the south Afghan city of Kandahar killed at least seven people and wounded 19 on Sunday, the province's media office said. REUTERS/Ahmad Nadeem (AFGHANISTAN - Tags: CIVIL UNREST)
Afghanistan USA Soldatانځور: Reuters

شپږويشت کلن خوردضابط مايکل کېبل هغه وخت په چاړه ووهل سو، چي د تيري چهارشنبې په ورځ يې د امريکايانو او افغانانو د يوې غونډي امنيت پر غاړه لاره.

دوو تنو لوړپوړو پوځي امريکايي چارواکو د نوم د نه اخيستلو په شرط دغه پېښه تائيد کړې ده او ويلي يې دي چي پلټني لا دوام لري.

يوه بل پوځي چارواکي ويلي دي چي پر امريکايي عسکر د چړې يرغل کوونکي پوځي يونيفورم نه وو اغوستی. دغه چارواکي زياته کړې ده چي که څه هم د بريد کوونکي افغان عمر په دقيقه توگه نه دی معلوم، خو عمر يې د ۱۶ کلنو په شاوخوا کي اټکل سوی دی.

يو افغان چارواکي زلمي خان ويلي دي چي پيښه د ننگرهار د شينوارو په سيمه کي هغه وخت رامنځ ته سوه، چي د سيمه ييز پوليسو يوې ډلې د لوړي مراسمو ته چمتو والی نيول کېدی.

دغه افغان چارواکي زیاته کړې ده چي امريکايي عسکر په سيمه کي له کوچنيانو سره په بازيو بوخت وو، چي د شا له خوا ورباندي د چړې وار وسو.

هغه زياته کړې ده چي يوه تنکي ځوان په لويه چاړه سره امريکايي عسکر پر غاړه وواهه او د پاکستان خوا ته په تېښته بريالی سو.

په افغانستان کي د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چي يرغل کوونکي پر خپل سر دغه کار کړی دی، خو تر بريد وروسته د دوی له غورځنگ سره يوځای سوی دی.

تېره اوونۍ د امريکا د دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کي ويلي ول چي يو عسکر يې د دښمن د بريد په نتيجه کي ټپي سوی او وروسته مړ سوی دی.

د ننگرهار له پيښي سره په مارچ مياشت کي د وژل سوو امريکايي عسکرو شمېر ۱۴ ته لوړ سوی.