1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه لس کلنه نجلۍ تر ځانمرګي بريد دمخه نيول سوې ده

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ دی ۱۶, دوشنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي يوه لس کلنه نجلۍ يې په داسي حال کي نيولې ده چي د چاودېدونکو مواد ډګ واسکټ يې اغوستی وو. د دوی په خبره دغه نجلۍ د پوليسو يوې پوستې ته نژدې نيول سوې ده.

https://p.dw.com/p/1Am0F
د ځانمرګي بريد په تور نيول سوي کوچنيان چي بيا وروسته کرزي وبخښل
انځور: AP

د افغانستان د کورنيو چارو وزرات د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۶) د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره ويلي دي چي دغه لس کلنه نجلۍ د يکشنبې په ورځ د هلمند ولايت په خانشين ولسوالۍ کي د پوليسو يوې پوستې ته نژدې درول سوې او نیول سوې ده.

د ځايي پوليسو يوه چارواکي د آلمان خبري آژانس «dpa» ته ويلي دي چي نجلۍ د خپل ورور له خوا ځانمرګي بريد ته مجبوره سوې وه. هغه ويلي دي: «دغه نجلۍ د نيولو پرمهال ډېره ډارېدلې وه او غړي يې تښتېدلي ول.»

نجلۍ تر نيولو وروسته د هلمند ولايت و مرکز لښکرګاه ته انتقال سوې ده. ويل سوي دي چي د دغي نجلۍ ورور د طالبانو يو قوماندان دی.

په خبرپاڼه کي ويل سوي دي چي طالبانو تر دې دمخه هم په ځانمرګو بريدونو کي له کوچنيانو څخه کار اخيستی دی. تر دې دمخه هغه کوچنيان چي د ځانمرګو بريدونو د ترسره کولو په تور نيول سوي ول په کابل کي ساتل کېدل او وروسته بيا د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا وبخښل سول او ټوله آزاد سول.

افغان چارواکو په وارو وار ويلي دي چي وسله وال ياغيان تلاښ کوي چي کوچنيان جذب او د پاکستان په قبايلي سيمو کي يې مغزونو ور پرېولي او بيرته يې افغانستان ته را ولېږي.

تيرکال د کونړ ولايت امنیتي ځواکونو په يوه پيښه کي ۴۰ تنه کوچنيان پاکستان ته د قاچاق کولو پرمهال راګرځولي ول. دغه کوچنيان له شپږو څخه تر لسو کلونو پوري عمرونه لرله. چارواکو هغه مهال وويل چي دغه کوچنيان د ديني زده کړو په پلمه پاکستان ته وړل کېدل.

دا په داسي حال کي ده چي په افغانستان کي کوچنيان له نورو بدو پيښو سره هم مخامخ دي. په دغه هيواد کي کوچنيان له فېزيکي زور زياتي او پر هغوی باندي له جنسي تيري څخه رنځ وړي او شاقه کارونو ته مجبوره کيږي.