1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه معلول په سونو معلولین پر پښو درولي

عتيق الله اڅکزی۱۳۹۴ آذر ۲, دوشنبه

عبدالعلي بارګزی هغه معلول دی چې یوازي ئې سر حرکت لري لاسونو، پښې او د بدن نوري برخي ئې کار نه کوي، خو په دې توانیدلی دی چې په هرات کې د سونو معلولینو له پاره د ښه ژوند، کاروبار، زده کړې او سپورټ زمینه برابره کاندي.

https://p.dw.com/p/1HAoh
انځور: DW/H. Hashimi

عبدالعلي بارګزي په هرات کې د توان بخښلو په مرکز کې د هرات او د هیواد د بیلابیلو برخو څخه سلګونه معلولین را ټول کړي ورته یې د استوګني، تعلیم او تربیې او سپورټ کولو زمینه برابره کړې او یاد معلولینو ته يې توانايي وربخښلې او عملا دوی ته ډیر ښه خدمات وړاندې کوي.

بارګزي له دويچه ويله سره د خبرو پر مهال وویل: چې موخه یې دا وه، څو نور معلولین د خپل انساني کرامت څخه بې برخې نوې د دوی له استعدادونو څخه ګټه واخیستل شي آرام ژوند ولري او داسي فکر ونکړي چې د ټولني د اوږو باردي.

ښاغلی بارګزی وايي، لس کاله مخکې کله چې د خپل ژوند څخه ستړی شوی وو هوډ یې وکړ، څو د خپلې میرمنې په مرسته د هرات د پیر په نوم د معلولینو داسې یوه ټولنه رامینځ ته کړې چې د یو زیات شمیر معلولینو ژوند پکې سم شي.

بارګزی چې اوسمهال د یاد بنیاد مشرۍ پر غاړه لري وايي، خپله تدریس کوي. نقاشي کوی لیکنه کوي خو دا ټول کارونه د موسیقي د یوشمیر الو ترڅنګ په غاښونو ترسره کوي.

له نورو معيوبانو سره مرسته
له نورو معيوبانو سره مرستهانځور: DW/H. Hashimi

دې همداراز وايي، د خپل بنیاد له پاره له خيراتي کسانو څخه مرستي را ټولوي، خپل لاسته راغلي اثرونه پلورې، یوشمیر کسانو ته مشورې ورکوي او دا ټول کارونه صرف د همدي له پاره کوې چې په خپل بنیاد کې د نورو معلولینو ژوند پری هوسا شي:

«زه نقاشي کوم او د همدې نقاشې د یو شمیر تابلونو د پلورل کیدو له لاري د معلولینو د یادو مرکزو یوشمیر چاري پر مخ وړم، د خپلو غاښونو په مرسته اورګ وهم، سندري وایم لیکني کوم په دې برخه کې مې فعالیتونه زیات وه او هیله لرم د نندارتون له لارې خپل اثار نندارې ته وړاندې کړم، وې پلورم، څو د معلولینو د یاد مرکز یو شمیر اقتصادي ستونزي حل کړم.»

د عبدالعلي بارګزي په خبره د سلګونو معلولینو په ژوندانه کې یې مثبت بدلون رامینځ ته کړی د هغوی له پاره یې بنیادي کارونه کړي او کوښښ یې دا وو، څو معلولین د ښه ژوندانه څخه برخمن وي.

محسن هغه ځوان دې چې په ایران کې یې ژوند کاوه جرمني ته پر لار وو چې د ترکيې له سرحده بیرته ایران او له هغه ځایه افغانستان ته را رد مرز شوو د ده په خبره: «زه یو معلول وم پښه مې پرې وه او کله چې هرات ته راغلم نو له زیاتو کړاونو سره مخ وم خو کله چې دې مرکز ته راغلم دلته پاته شوم او په همدې څو میاشتو کې مې ژوند خورا ښه تیرو شوو او په دې نیږدې وختونو کې مې پاسپورټ ویزه کیږي او ایران ته ځم څو د خپلې کورنې سره یوځای شم.»

د ښاغلې بارګزي په خبره: «که څه هم په ټولیز ډول ټول معلولین له خپلو حقونو څخه بې برخې دي حکومت ورته چندان پاملرنه نده کړې خو د ده په خبره: لویه ستونزه داده چې حکومت د معلولینو ترمینځ لوی تبعیض کوي یو شمیر معلولین چې د جنګ جګړو له امله زیانمن شوي هغوی ته معاش ورکول کیږي خو هغه کسان چې له موره معلول دنیا ته راغلي، یا د واکسین د نه رسیدو له امله معیوب شوي هغوي ته هیڅ راز پاملرنه نه کیږې او همداشان حکومت د اساسي قانون له مخې هم باید په دولتي ادارو کې درې سلنه معلولین پر دندو وګماري چې په دې برخه کې هم د دوی حقوقو تر پښو لاندي شوي.»

په غاښو نقاشي
په غاښو نقاشيانځور: DW/H. Hashimi

دا چې استاد بارګزي معلولینو ته څه خدمت کړي په دې اړه یو معلول دويچه ويله پښتو سره د خبرو پر مهال وویل: «له کله چې زه دلته راغلی یم راته د زده کړي زمینه برابره شوې اوسمهال زه د میرویس صادق په لیسه کې په دولسم صنف کي یم د سپورټ زمینه راته برابره شوې، ولچر، ولیبال او باسکټبال کوم د جسمي لحاظه زه مخکې ته ډیر پیاوړی یم مخکې له هرڅه نه نا امیده وم خو اوس زه تر یوشمیر روغو کسانو هم پیاوړی یم.

ښاغلې بارګزی له محدود کسانو څخه دی چې په هرات کې یې د معلولینو له پاره د توان بخښلو دارنګه مرکز پرانستی او هوډ لري، څو په نیږدې راتلونکي کې کندهار، بلخ او ننګرهار ته هم د خپل یاد مرکز نوري څانګي وغځوي.